افغانستان د شکنجې د مخنیوي قانون تصویب کړ

زنداني د انځور حقوق ABC
Image caption د شکنجې د مخنیوي قانون تیر کال د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان پر بنسټ خپور شو.

د افغانستان ولسي جرګې نن د شکنجې د مخنیوي لومړنی قانون تصویب کړ.

دغه قانون یو کال وړاندې د ولسمشر د تقنیني فرمان په توګه خپور شو، خو د ولسي جرګې استازو پکې ځینې بدلونونه راوستل.

د افغانستان په قضایي نظام کې د شکنجې د مخنيوي قانون نشتوالی یوه تشه ګڼل کېده خو په دې قانون کې جرم بلل شوی.

له نژدې یوه کلني ځنډ وروسته ولسي جرګې نن د شکنجې د مخنيوي قانون په داسې حال کې تصويب کړ چې تر یو لړ بحثونو وروسته يې ځينې بدلونونه پاکې راوستل.

د شکنجې د مخنیوي قانون څلور څپرکي او ۲۱ مادې لري چې پر بنسټ یې په زندانونو او ټولنه کې هر ډول شکنجه جرم ګڼل شوی.

د ولسي جرګې د عدلي او قضایي برخې کمیسیون مشر محمد حسین شریفي وایي په دغه قانون کې شکنجه په پوره مانا تعریف شوې:

"په دې قانون کې یو ښه کار دا شوی چې شکنجه په سمه مانا تعریف شوې اروایي، بدني، ذهني او دغه راز مستقیمه او نامستقیمه شکنجه چې ښځې ماشومان او بندیان ورسره مخ کیږي، چې دولتي ناودلتي کسانو له خوا کېږي شکنجه ده او جرم ګڼل کیږي."

"افغان زندانونو کې لاهم بندیان ربړول کېږي"

"افغانستان کې د شکنجې قربانیانو ته تاوان قانوني کړئ"

د شکنجې د مخنیوي قانون تیر کال د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان پر بنسټ خپور شو.

سره له دې چې د افغانستان اساسي او د سزا قوانينو شکنجه منع کړې خو د ولسي جرګې د غړوپه په وینا اوس هم په زندانو کې شکنجه شته او د ریښې د له منځه وړلو لپاره یې دغه قانون ډېر اړین و .

د انځور حقوق ABC
Image caption د شکنجې د مخنیوي قانون څلور څپرکي او ۲۱ مادې لري چې پر بنسټ یې په زندانونو او ټولنه کې هر ډول شکنجه جرم ګڼل شوی.

د انساني حقونو فعلان او د روڼتیا د څار اداره هم وایي، د افغانستان په زندانو کې وضیعت د اندېښنې وړ دی، تر ډیره په زندانو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي او له بندیانو د پوښتونو ګرویږونو پر مهال د شکنجې په زور اعتراف اخېستل کېږي.

د شکنجې د مخنیوي قانون به د مشرانو جرګې له تصویبه او د ولسمشر له لاسلیک وروسته پلی شي.

ورته مطالب