''هره ورځ نژدې ۱۵۰۰ افغانان له ایرانه شړل کېږي''

افغان کډوال د انځور حقوق Getty Images

افغان چارواکي وايي، ایران په روان ۲۰۱۷ کال څه باندې دوه سوه زره افغان کډوال اړ کړي، چې افغانستان ته ستانه شي.

د دوی په وینا، هره ورځ د ماشومانو په ګډون شاوخوا یو نیم زر افغانان له ایرانه شړل کېږي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ایران دا کار د کډوالو له نړیوال کنوانسیونه سرغړونه بللې ده.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت سلاکار حفیظ میاخېل کابل کې بي بي سي ته وویل، د هغو افغان ماشومانو شمېر چې هره ورځ له ایرانه شړل کېږي، ۲۵ ته رسېږي.

افغان چارواکي مني چې په ایران کې ثبت او راجستر نژدې یو میلیون افغانان دغو کسانو کې شامل نه دي، چې په زوره شړل کېږي.

دوی وايي شړل کېدونکي هغه کسان دي، چې دا وروستیو کې په غیر قانوني توګه ایران ته ورغلي وو. ښاغلی میاخېل په دې تړاو وايي:

''د اندېښنې موضوع پکې دا ده، چې دوی هره ورځ ماشومان او ښځې هم شړي، چې دا د پناه غوښتونکو په تړاو د جینیوا ۱۹۵۱ کال له کنوانیسون څخه سر غړوونه ده. ''

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لار بدلول؛ خطرناک او لګښتي

افغانستان: ایران دې د سوریې جګړې ته افغان کډوال نه لېږي

ایران هم اروپا ته تلونکي کډوال بېرته راستنوي

چارواکي وايي، له خبرو وروسته دوه کاله مخکې ایران هلته مېشت نژدې ۷۰۰ زره افغانان ثبت او راجستر کړل، خو څه باندې څلور سوه زره افغانان لا هم داسې شته، چې ایران کې یې استوګنه غیر قانوني ده او وايي دوی له ایران حکومت سره د دوی استوګنې قانوني کېدو لپاره په خبرو بوخت دي.

افغان چارواکي وايي دوی ژمن دي، چې له ګاونډیو هېوادونو په خپله خوښه د کډوالو ستنېدو لپاره لارې چارې برابرې کړې، خو اوسمهال له ایرانه غواړي، چې په زوره د کډوالو له شړلو ډډه وکړي.

په ایران کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال دېره دي، چې تر نیمايي زیات یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.