روسیه: ناټو په افغانستان کې د ناپېژاندو چورلکو په اړه ځواب نه دی ویلی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي، روسيې له ناټو څخه د هغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی تر لاسه کړی چې افغانستان ته وسلې او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) جنګیالي لېږدوي.

ښاغلي کابلوف د روسیې له ریانویستی خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، موږ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د بهرنۍ مرستې په اړه اندېښنه لرو:

" موږ په ځلونو افغانستان ته په ناپېژاندو هیلیکوټرو کې د داعش جنګیالیو او لویدیز جوړو وسلو د لېږدولو مسله مطرح کړې ده. "

د نوموړي په خبره، مسکو د ناپېژاندو چورلکو مسله د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې هم یاده کړې او اوس په دغه برخه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ته په تمه یو چې تفصیلي راپور وړاندې کړي.

* "هغه بهرنیان څه شول چې داعش لپاره جنګېدل؟"

* "د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"

* "د داعش برتانوي غړي ښايي له افغانستان سر را پورته کړي"

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدارنګه ویلي، د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی، په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي خو د مسکو لپاره د ناټو ځواب قانع کوونکی نه و.

مسکو وايي، دمګړۍ داعش په افغانستان کې ۱۰ زره جنګیالي لري.

د روسیې د امنیت فدرالي ادارې یوه چارواکي الکساندر بورتینکوف، په دا وروستیو کې یوه غونډه کې وویل، په عراق او سوریه کې د داعش مات شوي جنګیالي ډلبندي او افغانستان ته لېږدول کېږي چې بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د روسیې چارواکو یادې څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، داعشي جنګیالي په افغانستان کې د ترهګریزو مرکزونو د جوړولو وړتیا نه لري نو ځکه دې مسکو په دې اړه اندېښنه نه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

ښاغلي کابلوف د خبرو اترو له لارې د افغانستان د مسلې پر حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه مسکو په دې برخه کې واشنګټن سره هر ډول مرستې ته چمتو دی

نوموړي زیاته کړه په تېره اپرېل کې چې په روسیه کې د افغانستان د سولې په تړاو کومه ناسته جوړه شوې وه، د ګډون لپاره یې امریکا ته هم بلنه ور کړې وه خو بلنه یې ونه منل شوه.

ورته مطالب