غور کې یوه سیمه ییزه خصوصي رادیو سوځول شوې

د رادیو مشر ویلي، ټول وسایل یې سوځېدلي دي د انځور حقوق د غور خبریالانو ټولنه
Image caption د رادیو مشر ویلي، ټول وسایل یې سوځېدلي دي

د افغانستان مرکزي غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د "سرحد" په نوم د رادیو دفتر سوځولی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، نا پېژاندو وسله والو تېره شپه (مرغومي ۲مه) ددغې رادیو پر دفتر برید کړی او ټول وسایل یې سوځولي دي.

هغه زیاتوي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د برید پرمهال چاودنه شوې او که دوی په لوی لاس رادیو ته اور اچولی.

ښاغلی خطیبي واييو تر اوسه د پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي، خو امنیتي ځواکونه یې د څرک معلومولو لټون کوي.

ننګرهار کې پر ملي رادیو تلوېزیون برید

داعش وايي د ننګرهار پر ملي رادیو تلوېزیون برید دوی کړی

د انځور حقوق Radio Sarhad
Image caption دې رادیو معمولاً خبرونه، روزنیز او د ساتېري پروګرامو نه خپرول.

د رادیو مشر معروف سیدي بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې لومړی چاودنې ته ورته غږ اورېدل شوی او بیا د رادیو له سټوډیو نه د اور لوګي پورته شوي.

ښاغلی سیدي وايي، امکان لري یوه بریدګر دې د رادیو پر سټېشن تیل شیندلي او اور ورته کړی وي.

دا رادیو د غور د پولیسو د مشر د اوسېدو له ځایه نژدې سل متره لیرې پرته ده چې اته کارکوونکي لري.

دې رادیو معمولاً خبرونه، روزنیز او د ساتېري پروګرامو نه خپرول.

اړونده مطالب

ورته مطالب