د افغانستان او هند ترمنځ دویمه هوايي لار پرانیستل شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لومړنۍ هوايي لارې په پرانیستلو سره تر اوسه یو پنځوس الوتنې له کابل او کندهار څخه ممبيي ته شوې دي.

لوړ پوړو افغان او هندي چارواکو او افغان سوداګرو هند ته د افغانستان د مېوې او نورو توکو د لېږدولو لپاره دویمه هوايي لار پرانیستله.

ټاکلې ده چې د دویمې هوايي لارې په پیلېدلو سره د افغان سوداګرو توکي له کندهار او کابل د هند ممبيي ښار ته ولېږدول شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال په دې مراسمو کې دا لار د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د اړیکو د پراختیا برخه کې بل ګام وباله.

د سرور دانش په خبره، افغانستان هڅه کوي چې د سړک او پټلۍ له لارې خپل ګاونډي هېوادنه سره ونښلوي.

* پاکستان د افغان- هند ترمنځ همکارۍ لار کې تیږې اچوي

* "چابهار، افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا خلاص کړل"

* چابهار؛ د هند او افغانستان نژديوالي ته اندېښمن پاکستان

هغه له دې هېوادونو هم وغوښتل چې خپل سیاست کې دواه اړخیزه ګټه په پام کې ونیسي.

نوموړي د کندهار- کابل او ممبيي ترمنځ د هوايي لار د پیلېدلو په هکله وویل، چې افغانستان له دې لارې ګاونډیو هېوادونو او نړیوال مارکېټ ته خپل تولیدات لېږدوي.

د هغه په خبره، ماهاراشترا ایالت ۱۲۲ میلیون وګړي لري چې ایالتي پلازمېنه ممبيي ښار یې ۱۵ میلیونه وګړي لري او دا ښار د هند اقتصادي زړه هم بلل کېږي.

سرور دانش زیاته کړه چې نږدې څلور زره افغان زدکوونکي په دغه ایالت کې زدکړې کوي چې نږدې درې نیم زره یې په پونه ښار کې پر درس بوخت دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړنۍ هوايي لار نږدې شپږ میاشتې مخکې پرانیستل شوې ده.

د سوداګریزو توکو په تېره مېوې د لېږدولو لپاره د افغانستان او هند ترمنځ لومړنۍ هوايي لار د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې پرانیستل شوه.

افغان حکومت وايي، چې تېرو شپږو میاشتو کې یې له ۱۶ زرو ټنو ډېره وچه مېوه او درملین بوټي په ۵۱ الوتنو کې نوي ډېلي ته لېږدولي، چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

افغان حکومت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه هوايي لار هم د افغان سوداګرو په غوښتنه پرانیستل شوه او مهمه موخه یې نړیوال مارکېټ ته د موسمي مېوې رسول دي.

ځینې شنونکي دا ډول لارې سمبولي بولي او په دې باور دي چې د هوايي لارو د کار دوام ډاډمن نه دی.

سږ دوبی ځینې افغان سوداګرو په کابل کې شکایت کاوه چې په کابل هوايي ډګر کې د الوتنو په ځنډېدلو سره د دوی مېوه خوسا شوې ده.

ورته مطالب