ننګرهار: یوه شپه کې دوو خویندو سره نکاح کونکی په ۱۷ کاله بند محکوم شو

Image caption نجلۍ هغه مهال ویلي و، ولایت خان له طلاق ورکولو پرته په زور د هغې بله خور کور ته راوستې

هغه سړی، چې یوه شپه کې یې له دوو خوېندو سره واده کړی و، ننګرهار کې استناف محکمې په ۱۷ کاله زندان محکوم کړی دی. دغه سړي تېر کال له یوې نجلۍ سره له واده وروسته ادعا وکړه، چې دغه نجلۍ باکره نه وه او په زوره د هغې بله خور کور ته راوسته.

دغه قضیه کې دوه نور کسان هم په زندان سزا محکوم شوي دي.

پرون محکمې د تړلو دروازو تر شاه ولایت خان نومي دغه سړی محاکمه کړی دی او نن یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي د سزا اعلان وکړ. قضايه پلاوي د ولایت پلار ته ۱۶ کاله او یوه بل کس ته دغه قضیه کې د ۱۵ کاله زندان سزا ورکړې ده.

یوه شپه کې دوو خویندو سره نکاح کونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو

عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د هغه ملا په ګډون چې د کمسنې نجلۍ نکاح یې تړلې، محکمې دوه کسان بري کړي دي. د نجونو پلار نادرخان بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د محکمې له پرېکړې راضي دی:

''پر پرېکړه راضي یم، خو موږ سره ډېر ظلم شوی دی، غوښتنه مې دا ده، چې باید دغه کسان اعدام شي. موږ امن کور کې اوسېږو او له وېرې خپل کور کلي ته نه شو تللای. ''

د روان کال مې کې یوې سیمه ییزې محکمې ولایت خان نومي دغه سړی په ۱۸ کاله بند محکوم کړ چې په یوه شپه له دوو خویندو سره په نکاح تورن شوی و.

هغې محکمې د نوموړي دوو ملګرو ته ۱۷ کاله او هغه ملا ته چې د دواړ خویندو نکاح یې له ولایت خان سره تړلې وه، د اووه کاله بند سزا ورکړې وه.

دغه پېښه نژدې یو کال مخکې خيوې ولسوالۍ کې شوې وه او له رسوا کېدو وروسته یې خورا توند غبرګونونه څرګند شوي وو.

اړونده مطالب