چین بدخشان کې غرنۍ لوا جوړوي

بدخشان د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له چین سره یې د هېواد په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د یوې غرنۍ لوا د جوړېدو هوکړه نهايي کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند بي بي سي ته وویل دوی د لوا پر تشکیل کار پیل کړی دی. د دولت وزیري په خبره د دغې لوا د تشکیل، سمبالښت او ودانیزو چارو په ګډون ټول لګښتونه چین حکومت ورکوي:

''له وسلې او مهماتو نیولې تر البیسې او تجهیزاتو او د ځای تر جوړولو پورې ټول لګښتونه دوی پر غاړه اخیستي دي. همدا اوس زموږ ډېر افسران په چین کې په زده کړو بوخت دي او چین چې د افغانستان یو دوست هېواد دی، دې توګه له موږ سره مرسته کوي. ''

چین له افغانستان سره په شمال ختیځ واخان لوړو کې ګډه پوله لري. د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د اورپکو ډلو فعالیت د چین او مرکزي اسیا د هېوادونو له اندېښنو بلل کېږي. ټاکل شوې د دغې لوا دنده هم په دغو غرنیو سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وي.

افغانستان د چین له 'اقتصادي کمربند' سره یوځای کېږي

چین: د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري

دا وروستیو کې د چین او افغانستان تر منځ په سیاسي او اقتصادي برخو کې هم همکاري ډېره شوې ده. تېره اونۍ هم د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو سره د لومړنۍ درې اړخیزې غونډې کوربه و او دواړه لوري یې رغنده سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅول.