افغانستان کې لومړی ځل د هوا ککړتیا معلومولو الات چمتو کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره اونۍ د بي بي سي د رپوټونو یوې لړۍ کې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هوا د بې سارې ککړتيا په تړاو د خلکو بېلابېل نظرونه خپاره کړل.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې یې د هوا د ککړتیا د اصلي کچې څرنګوالي مالومولو لپاره لابراتواري وسایل چمتو کېږي.

دا اداره وايي، د درې سوه ډالرو په ارزښت ددغو وسایلو پر مټ کولای شي په هوا کې د مضرو موادو خپرېدو او د اوبو د کیفیت کچه په ډاګه کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د څار او ارزونې برخې مشر انجینیر نیک محمد وايي، د دې وسیالو کارولو په برخه کې یې ۱۲ کسان روزلي.

" دا وسایل به په کابل او بلخ ولایتونو کې وکارېږي. په راتلونکې کال کې به نورو ولایتونو لپاره هم دا ډول وسایل چمتو شي."

تېره اونۍ د بي بي سي د رپوټونو یوې لړۍ کې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هوا د بې سارې ککړتيا په تړاو د خلکو بېلابېل نظرونه خپاره کړل.

په افغانستان کې د هوا ککړتيا د بېلابېلو ناروغیو لامل په ګوته کېږي، خو تر اوسه د دې ستونزې د کره علمي څېړنې هڅه نه وه شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د هوا ککړتيا د بېلابېلو ناروغیو لامل په ګوته کېږي

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي د هوا د ککړوالي ټاکل شوی معیار په یو متر مکعب کې ۱۵۰ مایکرو ګرامه دي، چې په کابل کې دغه شمېرې پنځه برابره لوړې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د ارزونو له مخې افغانستان کې هر کال نږدې ۴۰ زره کسان د ککړې چاپېریال او یا هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.