ننګرهار: "د جنازې مراسمو کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي"

Image caption یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پېښه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره، د چاودنې د نوعیت په اړه څېړنې روانې دي.

خو په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په ټکیو، په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون ویاند انعام الله میاخېل بي بي سي ته وویل، له پيښې ۹ جسدونه او ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

د ننگرهار ناامنۍ

ننګرهار ولايت چې په افغانستان کې د داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې مرکز بلل کېږي په دې وروستيو کې تر ډېره د تاوتريخوالي له امله د خبرونو په سرټکو کې وي.

Image caption د پېښې له ځایه اخیستل شوی انځور

افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو څه موده وړاندې ويلي و چې په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت په نامه ډله د تېر کال پرتله ډېره کمزورې شوې ده.

د ناټو ځواکونو د مرستیال وياند جنرال چارلز کلیولاند په وينا په هسکه مېنه او ځینو نورو سیمو کې د داعش وسله وال د افغان ځواکون په عملياتو کې ځپل شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک

افغانستان کې جگړه کله ختمېږي؟

خو د دغو ادعاو سره سره اوس هم د ننگرهار له بېلا بېلو سيمو د تاوتريخوالي رپوټونه را رسېږي چې په ډېرو کې يې د داعش د ښکېلتيا خبرې کېږي.

ورته مطالب