شفيق مريد: له هغو ښځو بښنه غواړم چې زما ټوکې خپه کړې

نوموتي افغان سندرغاړي شفيق مريد د خپلو هغو څرگندونو له امله چې گواکې ناندرۍ او غيبت د ښځو په "فطرت" کې دي، بښنه غوښتې.

ښاغلي شفيق پر خواله رسنۍ د يوۀ ويډيويي پيغام په خپرولو ويلي چې څرگندونو يې د ټوکو بڼه لرله او موخه يې ښځو ته سپکاوى نه و.

شفيق مريد څو ورځې وړاندې د لمر ټلويزيون وياندې نجيبه فيض دې پوښتنې ته په ځواب کې چې " د ښځينه سندرغاړو ترمنځ ناندرۍ ډېرې دي او ولې د نارينه سندرغاړو ترمنځ داسې نه دي؟" ويلي و چې "دا د ښځو په فطرت کې دي."

شفيق مريد له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې دې موضوع ته په اشاره وويل وينا يې يوازې يوه ټوکه وه او دى ښځو ته سخت درناوى لري او د هغوى د حقونو په دفاع کې يې سندرې هم ويلي دي.

د شفيق مريد دغې څرگندونې په خواله رسنيو کې سخت غبرگونونه وپارول او دا وينا ښځو ته سپکاوى وبلل شو. وتلې افغان سندرغاړې رمشا هم يو له نيوکه کوونکو وه.

خو ښاغلى مريد چې ماڼيجن برېښېده، ويې ويل "کله چې زه له خپلې مېرمنې سره د مرستې او يا خپل ماشوم ته د شيدو ورکولو انځورونه خپروم رسنۍ يې ټولو سره د شريکولو هڅه نه کوي."

نوموړى په دې باور دى چې رسنيو کې تر ډېره مسايل منفي تعبيرېږي او منفي خبرو ته لمن وهل کېږي.

خو د ښاغلي مريد په ملاتړ کې هم ډېرو پر خواله رسنۍ خپل نظرونه خپاره کړي او ويلي يې دي، دوى پوهېږي چې د هغه موخه يوازې ټوکه وه.

د انځور حقوق fb

منګل: له نغمې د بېلېدو اصلي قرباني زه یم

نغمه- د موسیقۍ د معیار کچه ټیټه شوې ده

شفيق مريد خلکو ته دا پيغام هم درلود چې چې له خپلو مېرمنو، خويندو او مېندو سره د ژوندانه په ټولو چارو کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب