هرات کې د سرطان درملنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د سرطان ناروغۍ مرکز وايي د ناروغاو شمېر زيات شوی

هرات کې د سرطان ناروغيو د درملنې يوازينی مرکز وايي، تېرو څو کلونو کې د هغو خلکو شمېر زيات شوی چې له سرطان رنځېږي. دغه مرکز ۲۰۱۰ کال خپل معلوماتي بنسټ جوړ کړی، او په ۷ کلونو کې ۷ زره ناروغان د کتنې لپاره ورغلي، چې ۸۰ سلنه یې د سرطان ناروغان وو. د هرات د عامې روغتیا ادارې خبرداری ورکړی چې د وختي طبی کتنو نشتوالي او د سرطان څرک نه لګولو له امله، دا ناروغي له کنټروله ووځي، او د مړينې شونتيا زياتېږي. محمد قاضي زاده يې له هراته نور حال راکوي.