د نیمروز والي افغان خاوره کې د ایران د عملیاتو خبر دروغ بولي

د انځور حقوق د نیمروز د رسنیو دفتر
Image caption د نیمروز والي

د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز والي په دغه سیمه کې د یوه ایراني یرغمل د خوشي کولو لپاره د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو خبر رد کړ.

د یکشنبې په ورځ د ایران د تر ټولو پیاوړي ځواک سپاه پاسدران د بهرنیو عملیاتو د ځانګې قدس لېوا قومندان محمد ماراني وویل، چې ځواکونو یې د یوه ایراني انجینر د ژغورلو لپاره د افغانستان په خاوره( نیمرزو ولایت) کې عملیات کړي او پنځه یرغملګر یې هم نیولي دي.

خو د نیمرز والي انجينير محمد سمیع د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې افغان پوله ساتي به هیڅکله هم بهرنیانو ته د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو اجازه ور نه کړي.

هغه بي بي سي ته وویل چې نه کوم یرغمل د ایران له خاورې افغانستان ته لېږدول شوی او نه هم ایراني ځواکونو په افغان خاوره کې عملیات کړي دي.

هغه زیاته کړه چې نیمروز ۲۳۶ کیلومتره ګډه پوله له ایران سره لري او د دې خبر له خپرېدلو وروسته یې له ټولو افغان پوله ساتو سره خبره کړې:

"د هغوی د معلوماتو له مخې هیڅ داسې پېښه نه ده شوې چې په خبر کې راغلې ده".

د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو قدس ځانګه وايي، چې د جهاد نصر شرکت یو انجینر د لیندۍ پر ۲۳ د ایران د زابل او هامون ښارونو ترمنځ یرغمل شوی او یرغملګرو د افغانستان نیمرزو ولایت ته لېږدولی و.

برید جنرال ماراني زیاتوي چې د سپاه ځمکنیو ځواکونو "د افغانستان خاوره کې په بهرنیو عملیاتو" سره دا یرغمل ازاد کړی او پنځه یرغملګری یې نیولي چې "بهرني وګړي" دي.

خو د نیمروز والي محمد سمیع ټینګار کوي چې کوم داسې ایرانی انجینر د ایران د زابل او هامون ښارونو ترمنځ تښتول شوی نه دی چې د افغانستان خاورې ته لېږدول شوی وي.

د هغه په خبره، د داسې چا لپاره چې یرغمل شوی نه وي د خوشي کولو لپاره یې عملیاتو ته اړتیا نشته.

د نوموړي په اند، ایراني چارواکو دا خبر په "تېروتنه" خپور کړی دی.

ورته مطالب