د خوست د 'مینې کلی' خالي دی

.
Image caption په خوست کې هندوانو او سیکانو د پرېم‌ نګر عبادتځی ۲۵ کاله وړاندې هغه مهال د یو شمېر قهرجنو وسله والو لخوا په بمونو والوځول شو.

د خوست په مرکز کې پرېم نګر یا د مینې کلی له کالونو راهیسې خالي دی. دغه کلی د سیک او هندو لږکیو پلارنی ټاټوبی دی.

د پرېم‌ نګر عبادتځی ۲۵ کاله وړاندې هغه مهال د یو شمېر قهرجنو وسله والو لخوا په بمونو والوځول شو، چې کله په هند کې بابري جومات ونړېده.

کله چې د طالبانو رژیم ړنګ شو، سملاسي یو شمېر زورواکو د دغه کلي د اوسیدونکو د کورونو، ځمکو او د شتمنیو لاندې کول پیل کړل او دوی یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړل.

* 'ستا ماشومان هندوان دي که مسلمانان؟'

* ''د پېښور هندوان خپل مړي خاورو ته سپاري''

* ' افغان هندوان او سکان د نورو افغانانو په څېر حقونه او دندې لري'

خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د هندو او سیک لږکیو د شتمنیو په راګرځولو یې کار پیل کړی او دې چارې هندو او سیک لږه کي هم هیله مند کړي دي.

د نوموړي په خبره، که هندوانو او سیکانو ته خپل جایدادونه بېرته وسپارل شي، خپلو مېنو ته به بېرته ور ستانه شي.

کالونه کیږي، چې د مینې کلی په کنډوالو بدل شوی او اوسیدونکي یې په کابل او هندوستان کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

Image caption د خوست په پرېم نګر یا د مینې کلي کې له پخوا تر ۷۰ پورې هندو او سېک کورنۍ اوسېدې

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۷۰ سيک او هندو کورنۍ له پیړیو پیړیو راهیسې په پریم‌نګر یا د مینې کلي کې اوسیدې.

هندوان او سیکان په خوست کې تر ډېره په سوداګرۍ بوخت وو، خو اوس د دوی کومې سوداګریزې چارې نه ترسترګو کیږي.

بوانتي ۶۵ کلنه ده، دې او د کورنۍ نورو غړو یې ۳۰ کاله وړاندې د خوست د مینې کلی پریښود او هند ته کډوال شول.

اغلې بوانتي وایي، له تېرو دېرشو کالونو راهیسې یې هغه خوښۍ په هند کې نه دي لیدلې چې په پرېم‌نګر کې يې تېرې کړې وې:

" زه ۶۵ کلونو عمر ته رسیدلې یم، هغه به مو چې پۍ او جواري خوړل مونږ باندې به داسې لګیدل لکه غوښې. مونږ څومره چې خوست کې خوښ او خوشاله و دومره هندوستان کې نه یو خوشاله... واه خوست ته څنګه نه ځو. "

د دې کورنۍ ماشومان لکه ساکشي چې په هند کې زېږېدلې، په کور کې پښتو خبرې کوي او خپلې خبرې په سلام او جوړ په خیر پیلوي:

" زما مور او وریندارې خوست کې زیږدلي دي. زه دلته هندوستان کې پیدا یم."

Image caption سوجد سینګ وايي، هند کې اوسي او خوست پسې ډېر خفه شوی دی

د خوست د پرېم نګر پخوانی اوسېدونکی سوجد سینګ وايي، په خوست پسې خفه شوی دی.

ښاغلي سینګ بي بي سي ته وویل، په کابل، هند او یو شمېر نورو هیوادونو کې کډوال شوي هندوان غواړي، چې بیرته خپلو کلیو او سیمو ته راستانه شي:

"ولا مونږ خو په دې تمه ناست یو، مونږ په همدې هیله شپې او ورځې تېروو، چې دا کلی او وطن به جوړېږي او مونږ به بېرته خپلو سیمو کې عادي ژوند تېروو. "

د خوست هندو او سیک لږکي وایي، ډېره برخه ځمکه یې غصب شوي ده او له پرله پسې هڅو سره سره یې خپل جایدادونه نه دي ترلاسه کړي.

Image caption د خوست چارواکي وایي، د هندو او سیک لږکیو غوښتنې او شکایتونه په جدي ډول څېړي

په افغانستان کې د هندو او سیک لږکیو د سرتاسري شورا مرستیال چرن سینګ له حکومته غواړي، چې دوی ځمکې او جایدادونه له غاصبینو راوګرځوي:

"زمونږ پلرونو او نیکونو دلته له خپلو خوستیو سره ډېر ښه وخت تیر کړی دی. مونږ له خلکو سره هیڅ ډول ستونزه نه لرو او دوی مونږ ته هیڅ ډول ستونزې نه جوړوي."

نوموړي زیاته کړه، حکومتي ادارو کې هم ډېر به درنه سترګه راته کتل کیږي خو حکومت باید مونږ ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي او مونږ د اوسیدو لپاره اضافه ځمکې راکړي، ځکه زمونږ نفوس زیات شوی دی.

د خوست چارواکي وایي، د هندو او سیک لږکیو غوښتنې او شکایتونه په جدي ډول څېړي.

خوست والي حکم خان حبیبي بي بي سي ته وویل، د هندوانو او سيکانو د ستونزو هواری یې د کار لومړیتوب دی:

" هندوانو او سیکانو چې په کومه سیمه کې د ځمکې له غصب څخه وېره لرله امنیې قوماندانۍ ته مو پر وخت خبر ورکړی او د دوی هغه ستونزه هواره شوې ده"

د انځور حقوق KHOST GOVERNER MEDIA OFFICE
Image caption خوست والي وايي، سیکانو او هندوانو ته به روغتیايي مرکزونه، ښوونځي او نورې اسانتیاوې برابرې کړي

د خوست والي زیاتوي، په دغه ولایت کې به د هندو او سیک لږکیو لپاره روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، پاکې اوبه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هندو او سیک لږکیو استازي وایي، که د دوی لپاره د پخوا په څېر د ژوند اسانتیاوې برابرې شي، نو په وینا یې چې ډېر ژر به بېرته خپلو مېنو او پلرنیو ټاټوبو ته راوګرځي.

پر خوست سربېره هندو او سیک لږه کي، په کابل، کندهار، ننګرهار، غزني او د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم اوسېږي، خو په افغانستان کې جنګ جګړو له امله ګڼ شمېر د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب