'کابل کې د داعش ډلې وسله وال نیول شوي'

Image caption داعش ډلې مخکې پلازمېنه کابل او د افغانستان ځینې نورو ښارونو کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو خونړي بریدونه کړي دي.

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، پلازمېنه کابل کې یې د اسلامي دولت ډلې 'داعش ' یوه ۱۳ کسیزه ډله نیولې ده. ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغې ډلې پلازمېنه کې د 'لویو ترهګریزو بریدونو ' پلانونه درلودل.

ویل کېږي نیول شوې ډلې کابل ته د ځانمرګي بریدګرو لېږد کې هم لاس درلود. ملي امنیت داسې حال کې د داعش وسله والو نیولو خبره کوي، چې تېره اونۍ دغې ډلې ویلي و، د 'تبیانو ' پر کولتوري او رسنیز مرکز برید دوی کړی دی.

د کابل پر کلتوري او رسنیز مرکز د برید وژل شویو شمېر لوړ شوی

د کابل برید کې "۴۱ کسان وژل شوي‌ او ۸۴ ټپیان دي"

"هغه بهرنیان څه شول چې داعش لپاره جنګېدل؟"

هغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۹۰ کسان ټپیان شوي وو.

داعش ډلې مخکې پلازمېنه کابل او د افغانستان ځینې نورو ښارونو کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو خونړي بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب