ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

د بلخ والي انجنر داوود وايي، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.
Image caption د بلخ والي انجنر داوود وايي، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ادارې د بلخ لېرې کړل شوي والي عطا محمد نور هغه تورونه رد کړل چې ویلي یې و، دغه ادارې د مزارشریف ښار د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.

ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي او د هېواد شمال ته يې استوي.

ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیرداوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسوولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

بل لور ته د بلخ نوی والي ښاغلی داوود نن چهار شنبه په همدې مېلمستون کې راڅرګند شو او دا تورونه يې رد کړل.

هغه وویل د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

نور وايي، حکومت بلخ ته وسله وال لېږي

نور: له هوکړې پرته مې څوک د بلخ له ولایته نه شي ګوښه کولای

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پرون سه شنبه بلخ کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې د پلازمېنې کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې د امنیت شورا مېلمستون او دغه ځای ته نژدې د ملي امنیت ادارې یو مېلمستون هغه ځایونه دي، چې په خبره یې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولایتونو ځینې کسان هلته تګ راتګ کوي.

د انځور حقوق FB/ATTA MOHAMMAD NOOR
Image caption ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي

د ښاغلي په نور په وینا له دغه ځایه دغو کسانو ته د مزارشریف ښار کې د 'ګډوډۍ ' رامنځته کولو لپاره پېسې او وسله ورکول کېږي.

د ښاغلي نور له څرګندونو سملاسي وروسته د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، هغه ځای چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، یو مېلمستون دی، چې د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود پکې اوسېږي.

د سرچینې په وینا هغه کسان چې ښاغلی نور یې په مزار کې ګډوډۍ رامنځته کوونکي بولي د نوي والي ساتونکي دي.