فکرلارې: د نوي کال لپاره څه پلان لرئ؟
فکرلارې: د نوي کال لپاره څه پلان لرئ؟
عمر د باد په څېر تېرېږي، يو بل ميلادي كال هم نوی شو. د نوي کال سره ډېر خلک نوی هوډ کوي چې سر له نوی کاله به دا کار کوم او دا به نه کوم.
د هوډ له پاره لیدلوری، تکل او اراده په کار ده. خو فکر کوئ چې ځوانان دغو ټکو ته پام کوي او د راتلونکي پلان برخه یې بولي؟
د فکر لارې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې کوو.
میلمانه د کابل په سټوډيو کې اغلې نوریه پوپل ده چې په يوه ځایي ټلویزیون کې خبرياله ده، د انګلستان په یورک کې غوټۍ خرم چې د عامه ادارې په برخه کې یې زده کړې کړې، په سکایپ راسره ملګرې شوې او دلته په سټوډيو کې احمد جاوید تراب دی چې په بریتانیا کې د ځوانانو د ټولنې مشر دی.
دغه پروګرام ميرويس مياخېل جوړ کړی او نجيبه لېمه يې وړاندې کوي.