د افغانستان دوه پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم شول

د انځور حقوق ارشیف
Image caption محکمې دا کسان د واک په ناوړه کارولو تورن کړي دي.

په کابل کې یوې محکمې د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني مرستیال وزیران "د خپلې دندې د ناوړه کارولو" په جرم په درې کلونو او بل په یو نیم کال بند محکوم کړل.

د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز ویاند عالم عتیق بي بي سي ته وویل، چې پر دې دوو کسانو سربېره د دې دوسیې په تړاو څلور نور کسان هم محاکمه شوي دي.

د عالم عتیق په خبره، مرتضا رحیمي په ۳۶ میاشتو او واسع رووفي په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو.

ښاغلي عتیق زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مشر نویدالله بخشي او د دغه وزارت درې نور کارمنان هم په ترتیب سره په ۳۶ میاشتو او ۱۸ میاشتو بند محکوم شول.

* "له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

* مخابراتي مالیه: روان کړکېچ، اداري فساد او مناسبه حل لار

* د ملي دفاع وزارت څلور افسران په اعدام محکوم شوي

محکمې دا کسان تورن کړي چې د کورنیو چارو وزات د اړتیا وړ سونتوکو په رانیولو کې یې له داسې شرکت سره تړون کړی چې په شرایطو برابر نه و.

عالم عتیق زیاته کړه، چې دغه شرکت په بانکي حساب کې پوره پیسې نه درلودې او نه یې هم اړین مالي وس درلود، خو دغو کسانو دا کمپنۍ په شرایطو د برابرو شرکتونو په نوملړ کې لیکلې وه:

"د تدارکاتو ملي کمېټه پر دې مسله پوی شوه او رووسته یې دا شپږ کسان لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل".

د هغه په خبره، دا کار پر ۱۳۹۵ لمریز کال شوی او تراوسه معلومه نه ده چې هغوی له دې کمنپۍ سره شریک وو او که نه.

خو د محاکمه شویو کسانو حکم پرېکند نه دی او بله محکمه هم په مخ کې لري.

د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې هم د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې د قضايي او عدلي مرکز محکمې ښاغلی روفي "د خپلې دندې د ناوړه کارولو او بډو اخیستلو" په جرم په ۱۴ کاله بند محکوم کړی و.

دا جنرال چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې د کار ۳۵ کاله مخینه لري یو کال مخکې یې لومړنۍ محاکمه شوې وه.

محکمې تورن کړی و چې فیدلس شرکت ته یې د یو لک پنځوس زرو ډالرو رشوت په بدل کې تړون ور کړی و.

اړونده مطالب