افغان حکومت د حزب اسلامي بله ډله بندیان خوشي کوي

د بندیانو د خلاصون پرېکړه په تېره سپټمبر میاشت کې د حکومت اتو ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه ده د انځور حقوق AFP
Image caption د بندیانو د خلاصون پرېکړه د ۲۰۱۶ کال سپتمبر میاشت کې د حکومت اتو ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه ده

ټاکل شوې نن (پنجشنبه، جنوري ۱۱مه) د افغانستان حزب اسلامي د بندیانو بله ډله هم له څرخي پله بنده خوشې شي. دا بندیان د یاد ګوند او حکومت تر منځ د سولې د هوکړې له مخې خوشي کېږي.

"ددغه ګوند ویاند فضل من الله ممتاز وايي: تقریباً ۹۰ هغه کسان به خوشي شي چې د بند موده یې تېره کړې ده، ژمنه دا وه چې دغه کسان مخکې خوشي شي، خو ځینې خنډونه یې د خوشي کېدو مانع ګرځېدلي وو. "

ښاغلی ممتاز وايي، په لومړۍ جوپه کې ۷۰ بندیان خوشي شوي وو.دی وايي، د حزب اسلامي ټول بندیان ۲۵۵۲ کسان دي او حزب اسلامي له دولته د دغو ټولو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي ګوند د سولې کولو په هوکړه لیک کې د دې ګوند د بندیانو خوشي کول یو مهم شرط و.

"حکمتيار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته راشي"

"حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

حزب اسلامي ګوند د ۱۷۳ بندیانو لسټ د هغوید بند له مودې سره یو ځای خپور کړي چې اوس په بګرام زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي کوي.

۴۸ کسانو ته له ۱۶ څخه بیا تر ۲۰ کلونو بند، ۱۷ تنو ته له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله بند، ۴۱ تنو له ۶ څخه تر ۱۰ کاله بند او ۲۳ ته بیا له ۱ له کاله تر ۵ کالو بند سزا اورول شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حزب اسلامي ګوند یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کول له حکومت سره د سولې کولو یو مهم شرط و:
د انځور حقوق .
Image caption حزب اسلامي ګوند د هغو ۱۷۳ بندیانو لسټ د هغو د بند له مودې سره یو ځای خپور کړي چې اوس په بګرام زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي کوي.

وروسته له هغه چې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا له تور لسته ویوست، افغان حکومت ته د حزب دویم شرط د دې ګوند د بندیانو خوشي کول دي.

د حزب اسلامي ګوند چارواکي وايي، افغان حکومت ته یې د دې ګوند د ۵۰۰ هغو کسانو چې په بګرام زندان بندیان دي لست سپارلی، خو "پیک" څېړنېز بنسټ په نوموړي زندان کې یوازې د ۱۷۳ بندیانو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

د حزب اسلامي ګوند یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کول له حکومت سره د سولې کولو یو مهم شرط و:

"د بندیانو شمېر له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې دی، چې موږ د شاوخوا ۵۰۰ کسانو لست ورکړی، بیا له حکومت سره داسې پرېکړه شوې چې یو د حکومت او حزب اسلامي دوه پلاوي به ټاکل کېږي او دا به معلومېږي چې ایا دغه بندیان پر حزب اسلامي پورې اړوند دي او که نه. "

د انځور حقوق .
Image caption بګران زندان د ترهګرۍ په تور د نیولو شویو بندیانو لپاره د امریکا له خوا جوړ شوی، چې اوس د افغان دولت په واک ک دی.

ورته مطالب