شګې چاڼوم ځان چلوم

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
شګو کې زر

د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې یو شمېر خلک د سیند په شګو کې سره زر لټوي. د سرو زرو د تر لاسه کولو لپاره دا دودیزه لار پېړۍ کېږي چې روانه ده.

په تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د سیند له شګو څخه سره زر راویستل د سلګونو کسانو د ګټې وټې لاره ده.

دغه کارکوونکي وايي، که د کانونو وزارت په دې برخه کې پاملرنه وکړي، نو د دولت او دوی ګټې به څو برابره ډېرې شي.

تخار کې هره ورځ لسګونه کلیوال د تالقان د سیند غاړې ته ځي او د سرو زرو په لټه کې شګې چاڼوي.

ځايي خلک وايي، دا لټون د اسلام له راتګه مخکې دلته پيل شوی، خو د کار بڼه یې د تاریخ په اوږدو کې لا هم نه ده بدله شوې.

کاریګر د سرو زرو د لټون لپاره د سین له ژورې برخې شګې راباسي وروسته یې په نیمسي چې (د ژویو له پوستکي جوړ دی) اچوي له وچېدو وروسته کاریګر د خپلو خواریو ګټه راټولوي.

د زر جوړولو کار له پېړیو را پدې خوا په دغه ولایت کې دود شوی، د سین پرغاړه ۳۰ کلن جمعه خان چې له ماشومتوبه دغه کار کوي، وايي:

"که دولت مرسته راسره وکړي، زموږ ګټه به ډېره شي. د ورځې له درې سوه افغانیو نیولې تر پينځلس سوه پورې ګټلای شو."

* "له ایرانه مو خپل مړي په پیسو واخیستل"

* بدخشان: "مالګې کان کې ماشینونه نه منو"

* "د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

هره ورځ ځوانان په دې لټه کې د سمندر تیږې ښکته او پورته کوي چې ګواکې یوه ورځ به خزانه ومومي. دلته داسي ماشومان هم کار کوي چې زر سم نه پېژني خو لټوي یې!.

د دغه کارکوونکو له ډلې یو یې ۱۲ کلن محمد اسحاق دی، نوموړی د کورنۍ د خرڅ د پوره کولو لپاره اړ دی چې دلته کار وکړي. د اسحاق پلار په یوه ترافیکي پېښه کې معلول شوی او نه شي کولی چې کار وکړي.

Image caption د بي بي سي عطاالله ساپی او فضل احمد یلغوز د شګو چاڼ سیمه کې

محمد اسحاق د دې ځای له لسګونو کارګرو ماشومانو دی چې هره ورځ د لمدو شګو زنبیل چلوي کار یې دروند او عاید یې ټیټ دی:

"هره ورځ ۶ ساعته کار کوم، شګې مینځو، د ورځې په پای کې ۵۰ افغانۍ راکوي، چې کور ته ډوډۍ پرې اخلم چې ګوزاره مو وشي."

له کلنو راهیسې دغه خلک د سین غاړه شړوي، په وروستیو کلونو کې اندېښنې دا دي چې ځینې نیوکه کوي بې حسابه کیندنه به د سیند ګېډه تخریب کړي او اوس د دې ګواښ شته چې د سېلابونو پر وخت د سیند مخه د پاخه سړک او کروندو خواته واوړي.

د تخار د کانونو او پټرولیم رییس فدا محمد تاشي وایي، د دغه کار د معیاري کولو د پروژې طرح یې وړاندې کړې:

"موږ د حرفوي قراردادونو په نامه وزارت ته طرحه وړاندې کړې چې منل شوې هم ده. موږ غواړو دوی ته دا کار مسلکي کړو چې وروسته به هم د دوی ګټه ډېره شي او هم به دولت ته عاید شي."

Image caption د شګو چاڼوونکي د سبانهاري پر مهال

له ساعتونو سخت کار وروسته د کارکوونکو خواړه وچه ډوډۍ او چای دي. دا له وروڼو او ملګرو سره د ټوکو او سندرو اورېدلو وخت دی.

د لټون له بې حسابه ناکامه هڅو سره سره، د تخار د زر لټوونکو ځوانې هيلې ژوندۍ دي او هغه ګړۍ چې دوی د ډوډۍ خوړلو لپاره راټولیږي د دوی وخت دی چې خپله ستړیا وباسي او یو له بل سره د زړه خواله وکړي.

Image caption تخار کې هره ورځ لسګونه کلیوال د تالقان د سیند غاړې ته ځي او د سرو زرو په لټه کې شګې چاڼوي

اړونده مطالب

ورته مطالب