زرګونه افغانانو مصنوعي غړي تر لاسه کړي
زرګونه افغانانو مصنوعي غړي تر لاسه کړي
په کندهار کې د بدني بیا رغاوني یو مرکز وايي، په تېرو پنځو کلونو کې، دغه مرکز ته ۲۷ زره کسان ورغلي دي. شاوخوا ۶ زرو ته یې مصنوعي غړي جوړ کړي دي. لویه برخه یې ښځې اوکوچنیان دي. د دغه مرکز مسولین وایي، په تېر ۲۰۱۷ کال کې دغه مرکز ته د هغو کسانو په شمېر کې نژدې ۱۰% ډېروالی راغلی دی چې د بدن غړي یې د جګړو، او ماینونو له امله ترې اخیستل شوي دي. د نورو شمېرو له مخې، تېر کال افغانستان تر یمن وروسته د ځمکني ماینونو له اړخه دوهم اغېزمن هېواد دی. مامون درانی له کندهاره رپوټ لري.