کابل کې پرا نټرکانټيننټل هوټل برید په نړيواله کچه غندل شوی

د انځور حقوق Hotel Intercontinental Kabul
Image caption انټرکانټيننټل هوټل په ۱۹۶۹ کې پرانيستل شو. په وروستيو شپږو کلونو کې دا دوهم بريد دی چې پر دې هوټل ترسره کېږي

په کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل د ځانمرګو برید چي مرګژوبله يې لرله په نړيواله او کورنۍ کچه غندل شوی دی.

شپږو بریدګرو پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید ترسره کړ چې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۹ کسان پکې ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

افغان ولسمشر اشرف غني پر انټرکانټيننټل هوټل بريد غندلی دی، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاينه يې کړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يې په نړيواله "اجماع" ټينګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي تر هغه چې "ترهګرې ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځايونو برخمنې وي، د سيمې خلک به امنيت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی و نه لري".

اجراييه ريیس عبدالله عبدالله دغه پېښه "بشري جنايت" بللی او زیاته کړې یې ده دغه بريد له هغه وروسته شوی چې د "ترهګرو ملاتړي" له نړيوال فشار لاندې راغلي دي.

ښاغلي عبدالله زياته کړې، امنيتي او استخباراتي ځواکونو ته لارښونه کړې چې د دې بريد په اړه هر اړخيزه پلټنه وکړي او پايلې يې له خلکو سره شريکې کړي.

نړيوال غبرګونونه

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاولو کليمکين دا يو "وحشتناک" بريد بللی او وايې دغه "ترهګريز بريد په کلکه غندي".

ښاغلي کليمکين په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې پېښه کې د شپږو اوکراينيانو د وژل کېدو په اړه يې خپل ولسمشر ته خبر ورکړی دی.

نوموړي ويلي له افغان چارواکو سره له نژدې کار کوي چې دغه پېښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل بريد

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوترش هم پر انټرکانټيننټل هوټل بريد چې مسووليت يې طالبانو منلی دی غندلی او د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي ښودلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک بي بي سي سره مرکه کې ویلي، پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره "هرو مرو" دننه خوا څخه مرسته شوې. ده همدارنګه یوه شخصي شرکت ته د کابل انټرکانټیننټل هوټل امنیتي چارې سپارل، "یوه اشتباه وبلله."

له دوو اونیو راهیسې د انټرکانټیننټل هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. انټر کانټیننټل دولتي هوټل دی نو ځکه د ښاغلي برمک په وینا دا یوه تېروتنه وه.

د کورنیو چارو وزیر وايي، تر هغه چې د افغان پولیسو ځواکونو د امنیت واګې په لاس کې درلودې "له لومړۍ امنیتي پوستې هاخوا یې هیچا ته د وسلې د لېږد اجازه نه ورکوله."

دی وايي "کله چې د هوټل امنیت د افغان پولیسو په لاس کې و هم، ښايي تر دې لږ لګښت پرې راته" چې اوس یې امنیتي شرکت ته سپارلی دی.

برمک د انځور حقوق FB, MoI

ښاغلی برمک وايي: "له بریدګرو سره حتماً دننه خوا نه" مرسته شوې او دوی خپل "نفوذي کسان درلودل" چې دننه یې پرې ایښي دي او داسې "سازمان ورکړل شوی برید"یې ترسره کړ.

طالبانو د برید مسولیت منلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه برید د حقاني شبکې کار بولي چې وايي "پټنځایونه یې له هېواده بهر دي".

د تېرې شپې برید کې وسله والو بریدګرو لاسي بمونه هم اچولي چې د ودانۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.

افغان ځواکونه وايي، دوی توانېدلي ۱۶۰ کسان وژغوري چې پکې ۴۱ بهرنیان دي.

عیني شاهدان وايي په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې غواړي د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شي، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږي.

ستونزه چېرې ده؟

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي "ستونزه په استخباراتي معلوماتو" کې وه. د ښاغلي برمک په وینا که څه هم دوی "د احتمالي بریدونو"له ترسره کېدو خبر ول او "بشپړ چمتووالی یې نیولی و" خو د انټرکانټیننټل هوټل د دوی په استخباراتو کې نه و.

د انځور حقوق Getty Images

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي ول چې بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي ول.

تر دې برید څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د ناامنۍ خبرتیا کې د پلازمېنې پر هوټلونو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

په هغې خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پر پنجشنبه خپره کړې وه راغلي ول چې د اطلاعاتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې په راتلونکو څو روځو کې بنسټپال د کابل پر هوټلونو برید وکړي.

ښاغلی برمک دا برید له ډېر وړاندې پلان شوی او ځکه پکې "دننه نفوذي کسانو لاس"لرلو باندې ټینګار کوي چې وايي، "په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول او د هوټل له لومړي تر شپږم پوړ یې" له ډېرو ښو روزل شویو ځواکونو سره جګړه وکړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر "ترهګرو ډلو او ملاتړو یې د فشار راوړلو" په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او افغان دولت ترمنځ اجماع ته اشاره کړې ده.

ورته مطالب