کابل: هوټل برید کې د وژل شویو بهرنیانو مړي اړوند سفارتونو ته سپارل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید د څرنګوالي په اړه له لومړۍ ورځې چارواکي وايي، چې څېړنه کوي، خو لا یې هم پایلې نه دي خپرې شوي.

افغان پلازمېنه کابل کې پر انټرکانټنیټل هوټل برید کې د وژل شویو بهرنیانو مړي نن چارشنبه جنورۍ ۲۴ مه کابل کې د هغوی سفارتونو ته وسپارل شول.

تېره ورځ دوه نور سوځیدلي مړي په هوټل کې موندل شوي او لا هم په عدلي طب کې دي. کابل کې د هغې خصوصي کمپنۍ د چارو کمزورۍ ته هم ګوته نیول کېږي چې وروستیو کې د هوټل د امنیت چارې ورسپارل شوي دي.

بي بي سي موندلې چې دغه کمپنۍ یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو پورې اړه لري او همدا یو لامل دی چې چارواکي یې په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

پر هوټل له ډله ییز بریده څلور ورځې تيریږي، خو لا یې هم ځینې اړخونه تیاره پاتې دي.

د برید د څرنګوالي په اړه له لومړۍ ورځې چارواکي وايي، چې څېړنه کوي، خو لا یې هم پایلې نه دي خپرې شوي.

ویل کېدل چې نن چارشنبه د کورنیو چارو وزیر د څېړنو د لومړنیو پایلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي، خو د ویس احمد برمک کانفرانس و نه شو.

د برید په نه مخنیوي کې پر افغان امنیتي چارواکو سربېره پر هغې امنیتي کمپنۍ هم نیوکې کېږي چې د دغه هوټل امنيت ساتل ور پر غاړه وو او په اړه یې کم معلومات ورکول شوي دي.

بي بي سي موندلي چې د کابل- بلخ په نوم دغه کمپنۍ په لوړپوړو او نفوذي چارواکو پورې اړه لري، خو له حقوقي پلوه دا ستونزمنه ده چې معلومه شي د کمپنۍ ریښې تر کومو ادارو غځېدلې دي.

پر انټرکانټيننټل هوټل د بريد په تړاو څو تنه نيول شوي دي

کابل کې پرا نټرکانټيننټل هوټل برید په نړيواله کچه غندل شوی

د کورنیو چارو وزیر: پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره دننه کسانو مرسته کړې

یوه باوري سرچینه وایي، د کابل- بلخ په نامه دغه کمپنۍ د یوه شمالي ولایت امنیتي چارواکي ملکیت ده، دوو نورو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل، څو نور اوسني او پخواني چارود کورنیو چارو وزیر: پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره دننه کسانو مرسته کړې اکي کمپنۍ کې ونډه لري چې یو له هغو اوس هم په اجرائیه ریاست کې چارواکی دی.

د کابل - بلخ امنیتي کمپنۍ(KBSS) په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د پانګونې د ملاتړ له ادارې ایسا نه د فعالیت جواز واخیست او وروسته په کورنیو چارو وزارت کې ثبت شوه.

دغې کمپنۍ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې ټولو کارکوونکو یې د امنیت په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي.

دوی ادعا کړې چې تراوسه یې د ملګرو ملتونو د ادارو، سفارتونو، دولتي او نادولتي ادارو د امنیت چارې سمبال کړې دي.

د دغې کمپنۍ په تړون کې چې یوه کاپي یې یې بي بي سي ترلاسه کړې راغلي، کابل - بلخ د هغو ۷ کمپنیو له ډلې ده چې جوازونه یې د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله له خوا تمدید شوي دي.

کمپنۍ ادعا کړې چې فعالې اطلاعاتي شبکې ورسره کارکوي او له احتمالي ګواښونو یې خبروي.

دغه شرکت د محمد سعید رحیمي له خوا جوړ شوی دی او سږ کال د تلې میاشتې په ۲۱ نېټه د تدارکاتو کمېسیون لخوا د انټرکانټنیټل هوټل امنیتي چارې ورسپارل شوې دي.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دغه شرکت ته د هوټل امنیتي چارې د دوی د کارکوونکو له بایومیټریک کولو وروسته سپارل شوې دي.

خصوصي امنیتي شرکتونو باندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په دویمه دوره کې ډېرې نیوکې وشوې چې بیا هغه مهال د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې معینیت تر چتر لاندې راغلې.

هغه مهال شااوخوا سل خصوصي کمپنۍ چې کابو ۴۰زره کسانو په کې کار کاوه لغوه شوې او یوازې ۱۹ خصوصي هغه پریښودل شوې چې د ډیپلوماتیکو ادارو امنیت یې ساته او د تړونونو یو لوری یې بهرنیان وو.

حکومت کې دننه له میاشتو- میاشتو راهیسې د انټر کانټنیټل هوتل امنیت بحثونه راپورته کړي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۷ وژل شویو اوکراینیانو مړي نن د هغوی هېواد ته ولیږدول شول.

یوې سرچینې ویلي، په تېرو ۸ میاشتو کې څلور ځله د ملي امنیت عمومي ریاست اړوندو ادارو ته د کانټنینټل هوټل د امنیتي کمزوریو معلومات ورکړي او ورته ویلي يې دي چې ښايي وسله وال مخالفان برید پرې وکړي.

کورنیو چارو وزارت وایي، په برید کې د وژل شویو بهرنیو مړي کابل کې د هغوی اړوندو سفارتونو ته سپارل شوي دي. د ۷ وژل شویو اوکراینیانو مړي نن د هغوی هېواد ته ولیږدول شول. ویل کېږي درې مړي د ډېرې سوځیدنې له امله تراوسه د پیژندلو نه دي.

اړونده مطالب