"افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د استولو موخه باید روښانه وي"

د انځور حقوق Getty Images

ټمپا بې ټایمز:

ټمپا بې ټایمز امریکايي ورځپاڼه چې له فلوریډا نه خپرېږي په "افغانستان کې د امریکا د ماموریت په هکله په یو مطلب کې لیکي افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د استولو موخه باید روښانه وي".

ورځپاڼه لیکي چې پر کانتینتال هوټل د برید په ګډون په افغانستان کې وروستي ترهګر بریدونه دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې له ۱۶ کلونو جګړې وروسته هم امنیتي وضعیت خراب دی او د ولسمشر ټرمپ اداره باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ډېرولو او افغان ځواکونو د روزنې لپاره ځانګړي توضیحات ولري.

ټمپا بې ټایمز ورځپانه افغانستان کې امنیتي پېښو ته د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې ځنډ هغه پوښتنه بولي چې باید ځواب شي او دغه راز یې د ډونلډ ټرمپ سیاست چې له مخې یې نظامي تګلاره امریکايي پوځي قومندانانو جوړوي تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د کام ایر هوايي شرکت په هکله یو مطلب خپور کړی او لیکي پر کانتینتال هوټل په برید کې د کام ایر شرکت د ۹ تنو مامورینو چې پیلوټان او خدمې وې له وژل کېدو وروسته د دې شرکت ۵۰ تنه بهرني خدمې د امنیتي وضعت په هکله د اندېښنو له امله له افغانستانه تللې دي.

ورځپاڼه لیکي د کام ایر شرکت هر ورځ ۳۷ کورني او بهرني الوتنې لرلې چې اوس یې نیمايي لغوه شوي او دا هم څرګنده نه ده چې کله به دغه الوتنې بیرته پیل شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په سعودي عربستان کې وروستیو بدلونو ته په اشارې چې ښځو ته په کې د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه په یو مطلب کې لیکي دغلته اوس ښځې غواړي د هوايي چلن په برخه کې هم خپل چانس وازمايي.

د سعودي د شورا یوې ښځینه غړې اقبال درندري رسنیو ته ویلي د هوايي چلن په برخه کې ښځو ته د داخلیدو اجازه مهم ګام دی او له دې سره په کاري ځواک کې د ښځو ونډه له ۲۲ سلنې نه ۳۰ سلنې ته لوړ شي.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړې ویلي سعودي له پوهنتونونو فارغیدونکې ۵۰ سلنه ښځې دي او باید په بېلا بېلو برخو کې د هغوی استعدادونه او وړتیاوې په کار واچول شي، خو ورځپاڼه لیکي چې له دې سره سره تراوسه روښانه نه ده چې په کاري ځواک کې د ښځو د ونډې د ډېرولو لپاره د سعودي سیاست څه ډول دی؟

ګارډین:

لندن کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د پخوا پرتله لږ شمېر کې کډوال مني. ګارډین لیکي د ژغورنې نړیوالې کمیټې په یوه رپوټ کې ویلي په پام کې ده چې په روان ۲۰۱۸ کال کې شاخوا ۲۱ زره کډوال په امریکا کې ومنل شي په داسې حال کې چې مخکې د ۴۵ زرو د منل کېدو ویل شوي وو.

ګارډین لیکي د ټرمپ له واکمنۍ مخکې په اوسط ډول هر کال ۷۵ زره کډوال په امریکا کې منل کېدل او د باراک اوباما په مشرۍ حکومت په پام کې لرل چې په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره ۱۱۰ زره ته لوړ شي خو برعکس اوس دا شمېره کمه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي د کډوالو په برخه کې د ښاغلي ټرمپ سیاست نړیوال مشران هم په غوسه کړي دي.