د کابل ځانمرګي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۳ ته ختلی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل صدارت څلورلارې کې ځانمرګي بريد درنه مرګژوبله اړولې ده

د افغانستان مشرانو تور لګولی چې د کابل نننی وینلړلی برید د طالبانو پر ملاتړو د نړیوال فشار د ډېرېدو غچ دی. د کابل په صدارت څلور لاره کې د امبولانس په کارولو دغې سترې چاودنې، نژدې سل تنه وژلي او دوه هومره نور یې ژوبللي دي. دغه شمېرې شېبه په شېبه بدلون کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار صدارت څلور لارې ننني ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ ترلږه ۱۰۳ کسانو ته رسېدلی او ۲۳۵ نور کسان ټپيان دي.

پولیس وايي بریدګر چې په یوه امبولانس ګاډي کې ناست و، له یوې امنیتي پوستې تېر شو، خو کله چې د دویمې پوستې امنیتي کسانو پرې شک وکړ، په امبولانس کې شته باروتو ته یې چاودنه ورکړه.

ویل کېږي پېښه کې ډېر وژل شوي کسان ملکي خلک دي.

د پوليسو په وينا دغه برید د کورنيو چارو وزارت له زړې ودانۍ سره نژدې له ځايي مهال سره سم ماسپښین څه باندې ۱۲ بجې رامنځ ته شوی دی.

د انځور حقوق EPA

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته ویلي، تر اوسه پېښه کې ۹۵ وژل شوي او ۱۵۸ ټپي شوي کسان د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمی وايي:

"امبولانس د جمهوریت روغتون په انګړ یا پارکینګ کې و، له دغه ځایه یې حرکت کړی او پولیسو تشخیص کړی دی، خو مخکې له دې چې پولیس پرې ډزې وکړي او له منځه یې یوسي، دغه ځای کې یې چې د مرغاب کوڅې خوله ده، چاودنه کړې ده."

کابل کې د بي بي سي خبریال نصرت صمیمي وايي، د جمهوریت روغتون یو شمېر ناروغان د کړکیو هندارو ماتېدو او چرو لګېدو له کبله ټپیان شوي دي.

برید د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوی دی. سیمه کې د سولې عالې شورا دفتر، یو روغتون، ځینې سفارتونه، هوټل او دکانونه هم شته. د ملي امنیت ادارې یو دفتر او کابل پولیسو قومندانۍ هم څو سوه مترۍ کې موقعیت لري.

وسله والو طالبانو پر ټوېټر پاڼه د دې بريد مسووليت منلی دی او وايي دا د هوايي بریدونو او ولسي وګړو وژل کېدو غچ اخیستنې په توګه شوی دی. طالبان افغان پولیسو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستيو څو مياشتو کې په کابل کې يو شمېر خونړي بريدونه شوي دي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دغې چاودنې په تړاو لږ تر لږه ۴ کسان نیول شوي دي.

یوه اونۍ مخکې کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل د وسله والو طالبانو یوه برید کې ۲۴ کسان وژل شوي وو.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د ایمرجنسي روغتون په کټونو کې ځای نه شته او د روغتون انګړ کې د یو شمېر ټپیانو درملنه کېږي.

د عامې روغتیا یوه چارواکي محب الله ځير د دغه روغتون له لیدنې وروسته ویلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیا اندېښمنونکې ده.

د دغې زورورې چاودنې له کبله سیمه کې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې او لسګونه موټر له منځه تللي دي.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما ' له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې دغه برید غندل شوی دی. اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي

(یوناما)مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي:

''د دې برید حقایق روښانه دي. چاودنه د سولې عالي شورا یوي ودانۍ ته نژدې په کابل کې د ملکي وګړو په ګڼ میشته سیمه کې شوی. په داسې حال کې چې د طالبانو د ادعا له مخې، په دې برید کې پولیس په نښه شوي، خو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو څخه د ډک موټر په چاودنه کې ملکي وګړي خوندي نشي پاتې کېدلای. ''

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې ''د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې اوسنۍ جګړه نشي ګټلی. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د کطالبانو پر ټوېټر پاڼه د دې بريد مسووليت منلی دی

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو ویلي ''افغانستان له یوې تپل شوې جګړې سره مخ دی او ترهګرې ډلې چې د تمویل او تجهیز مرکزونه یې څرګند دي، د پردیو د ګټو لپاره جګړه کوي. ''

ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او ویلي يې دي ''د ترهګرو پالونکي د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ډېرولو له لارې له یوې خوا د نړیوالو فشارونو د کمولو هڅه کوي او له بلې خوا غواړي غچ واخلي. ''

کابل کې د امریکا سفارت دغه برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې. جرمني هم ویلي چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

دا وروستيو څو مياشتو کې په کابل کې يو شمېر خونړي بريدونه شوي دي. يوه اوونۍ وړاندې، د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد کې ۲۴ تنه وژل شوي وو. طالبانو د هغه بريد مسووليت منلی و.

ورته مطالب