"حقانيان څوک دي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قاضي حسين احمد او جلال الدين حقاني

ډان ورځپاڼه

حقانیان چې افغانستان کې یې د فعالیت له امله ډېره اندېښنه ده څوک دي؟ تر عنوان لاندې پاکستاڼۍ ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي افغانستان په کابل کې د پروني خونړي برید پړه پر حقاني شبکې واچوله هغه شبکه چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو پرضد جګړه کې ډېره خطرناکه ګڼل کېږي.

ورځپاڼه په واشنګټن کې د یوه څېړونکي مایکل کیوجیلمن له قوله لیکي امریکايي چارواکي ان په شخصي ناستو کې هم د حقاني شبکې په هکله غږېږي او اندېښنه ترې لري.

ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړې چې حقانیان څوک دي؟ او بیا لیکي د دې شبکې مشر حقاني د شوروي اتحاد پرضد د جګړې په کلونو کې د پاکستان او امریکا له ملاتړه برخمن و، خو په ۲۰۱۱ کال کې امریکايي جګپوړي پوځي چارواکي مایک مولن دا شبکه د پاکستان د استخباراتو ريښتنی لاس وباله او اوس ترې امریکايي چارواکي اندېښنه لري.

ورځپاڼه لیکي حقاني شبکه تورنه ده چې د پاکستان د استخباراتو له خوا یې ملاتړ کېږي خو دا هغه څه دي چې پاکستان یې په کلکه ردوي او وايي حقاني شبکه د افغانستان له خاورې افغانستان کې فعالیت کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل صدارت څلورلارې بريد کې لږ ترلږه ۹۵ تنه وژل شوي او ۳۰۰ تنه نور ټپيان شوي

ډېلي مېل

کابل کې له برید وروسته د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو پر ضد د جدي اقدام غوښتنه وکړه، دا په بریتانیا کې دچاپیدونکې ډېلي مېل ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابل کې پرونی برید بوږنوونکې وباله، د طالبانو پرضد یې د جدي اقدام غوښتنه وکړه او ځل بیا یې وویل چې امریکا د افغانستان خوندي کولو او له ترهګرو نه پاکولو ته ژمن دی.

ډيلي مېل لیکي ولسمشر ټرمپ غوښتنه وکړه چې ټول هېوادونه باید د طالبانو او د هغو ادارو پرضد جدي اقدامات وکړي چې د طالبانو ملاتړ کوي او په وینا یې چې طالبان به په خپلو دغه ډول ظالمانه کړنو بریالي نه شي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د دې ترڅنګ چې په کابل کې یې خونړی برید وغانده، ویې ویل هغوی ته به حوصله ونه شي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او یا هم پناه ورکوي.

نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه کابل کې د پروني خونړي برید په تړاو په مطلب کې لیکي چې دې برید د افغانستان ټپ یو ځل بیا په ذهنونو کې تازه کړ او د امنیتي سرچینو له قوله لیکي په تېر یو کال کې لس زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او له ۱۶ زرو ډېر ټپیان شوي او داسې اټکل کېږي چې په همدې کچه طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو د دې بريد مسووليت منلی دی

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو له خوا خپرو شویو شمېرو ته هم اشاره کړې چې وايي تېر کال په افغانستان کې هره ورځ لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي ولسمشر غني په دغسې حالت کې نه دی توانیدلی چې د خپل سیاست په هکله د خلکو نظر خپل کړي او په ورته وخت کې له عطا محمد نور سره په لانجه کې دی چې دې لانجې د حکومت ځواک ترې اخیستی دی.

نیویارک ټایمز لیکي اوس اندېښنه دا ده چې سیاسي نندارې به د دې لامل شي چې د هېواد امنیت لاپسې خراب شي او د څیړونکو له نظره لیکي چې کابل کې دغه خونړی برید پر پاکستان د امریکا له فشارونو سره بې اړېکې نه دی

ورته مطالب