کابل بريد: افغانستان کې ملي وير اعلان شوى

کابل بريد د انځور حقوق Getty Images

د پروني خونړي ځانمرگي بريد له امله افغانستان کې نن يکشنبه (د جنورۍ ٢٨ نېټه) ملي وير اعلان شوى دى.

د افغانستان له ولسمشرۍ دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ او درناوي" په موخه نن د ملي وير ورځ اعلانېږي."

خبرپاڼه زياتوي چې د هېواد په لر و بر او بهر کې د افغانستان پر سياسي استازيو افغان بيرغ نيم ځوړند وي.

افغان حکومت همداراز ټپيانو ته د ښې پاملرنې په موخه سبا (دوشنبه) يوازې په کابل کې رخصتي اعلان کړې.

د افغان پلازمېنې کابل په صدارت څلورلارې کې ځانمرګی بريد چې درنه مرګ ژوبله يې لرله په په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دغې چاودنې په تړاو لږ تر لږه ۴ کسان نیول شوي دي.

ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکيو ډک امبولاس د کورنيو چارو وزارت له زړې ودانۍ سره نژدې چولی چې ۱۰۳ کسان په کې ووژل شول او ۲۳۵ تنه نور په کې ټپيان شول.

د بريد ډېرى قربانيان ولسي وگړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

مالي زيانونه

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د کابل پروني برید د مرګ ژوبلې ترڅنګ// ولسي خلکو ته هم پراخ مالي زیانونه اړولې دي.

د دغې خونې اجرایوي مشر خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل په دغه برید کې تر سلو ډېر دوکانونه او ودانۍ وېجاړي شوي او په اټکلیز ډول یې شاوخوا له اتو- تر یولس میلیونو ډالرو زیانونه رسولې دي. د سوداګرۍ خونه وايي، د کابل په زړه کې دا ډول بریدونه خصوصي سکتور او پانګوال ویرولي چې په تر ټولو امن سیمه کې یې پانګې خوندي نه دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې ''د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې اوسنۍ جګړه نشي ګټلی. ''

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو ویلي ''افغانستان له یوې تپل شوې جګړې سره مخ دی او ترهګرې ډلې چې د تمویل او تجهیز مرکزونه یې څرګند دي، د پردیو د ګټو لپاره جګړه کوي. ''

د انځور حقوق Getty Images

ورته وخت کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او ویلي يې دي ''د ترهګرو پالونکي د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ډېرولو له لارې له یوې خوا د نړیوالو فشارونو د کمولو هڅه کوي او له بلې خوا غواړي غچ واخلي. ''

نړيوال غبرگونونه

د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو گوتېريش ويلي، د ولسي خلکو په وړاندې بي توپيره بريدونه له بشري حقونو او بشري قوانيونو نه جدي سرغړونه ده .

(یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي:

''د دې برید حقایق روښانه دي. چاودنه د سولې عالي شورا یوي ودانۍ ته نژدې په کابل کې د ملکي وګړو په ګڼ میشته سیمه کې شوی. په داسې حال کې چې د طالبانو د ادعا له مخې، په دې برید کې پولیس په نښه شوي، خو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې له چاودیدونکو توکو څخه د ډک موټر په چاودنه کې ملکي وګړي خوندي نشي پاتې کېدلای. ''

د کابل ځانمرګي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۳ ته ختلی

کابل کې د امریکا سفارت دغه برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې. جرمني هم ویلي چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي

د بشري حقونو څار نيويارک ميشتې ډلې يوې چارواکي پاتريشا گاسمن وويل، له دې بريده داسې ښکاري چې په لوى لاس ولسي خلک په نښه کېږي .

د ايفل برج څراغونه

د کابل د پروني بريد قربانيانو ته د درناوي له پاره برايي شپه پاريس ښار کې دايفل برج څراغونه مړه شوي .

د پاريس ښاروالې آن هيدالگو په دې اړه خپل ټويټر کې وليکل ،پاريس او پاريس ښاريان له افغان ولس سره دي څوک چې د ترهگرو له وحشت سره مخامخ دي.

برید د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې شوی دی. سیمه کې د سولې عالې شورا دفتر، یو روغتون، ځینې سفارتونه، هوټل او دکانونه هم شته. د ملي امنیت ادارې یو دفتر او کابل پولیسو قومندانۍ هم څو سوه مترۍ کې موقعیت لري.

د انځور حقوق Getty Images

وسله والو طالبانو پر ټوېټر پاڼه د دې بريد مسووليت منلی دی او وايي دا د هوايي بریدونو او ولسي وګړو وژل کېدو غچ اخیستنې په توګه شوی دی. طالبان افغان پولیسو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

افغان دولت پاکستان تورن کړى چې د هغو اورپکو ملاتړ کوي. دوی وايي دغه بريد له طالبانو سره تړلي حقانې شبکې له لوري شوى چې پاکستان يې ملاتړکوي.

خو اسلام آباد تل د افغان اورپکو د ملاتړ ادعاوې ردوي.

"حقانيان څوک دي"

یوه اونۍ مخکې کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل د وسله والو طالبانو یوه برید کې ۲۴ کسان وژل شوي وو.

دا وروستيو څو مياشتو کې په کابل کې يو شمېر خونړي بريدونه شوي دي. يوه اوونۍ وړاندې، د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد کې ۲۴ تنه وژل شوي وو. طالبانو د هغه بريد مسووليت منلی و.

ورته مطالب