"د سیمې متضادو ګټو په افغانستان کې روانه جګړه نوي پړاو ته رسولې"

خونړی برید د انځور حقوق FB, MOI
Image caption د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزی وایي، نړیوال سیاستونه او له دې ډلې د امریکا نوې استراتېژي چې د افغانستان په ګټه هم ده، خو منفي پایلې هم ورسره ملې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دغه هېواد کې تر یو لړ خونړیو بریدونو وروسته ویلي، د سیمې متضادو ګټو په افغانستان کې روانه جګړه پېچلې کړې او یوه نوي پړاو ته یې وړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وایی، اوسمهال د سیمې ۲۲ ترهګرو ډلو ددغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د جګړې فشار ډېر کړی.

د افغانستان د څارګرو ادارو له نظره د جګړې په ماهیت کې بدلون، له اورپکو ډلو سره د سیمې استخباراتو همغږي ده چې پر متضادو ګټو څرخي.

د افغانستان د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزی وایي، نړیوال سیاستونه او له دې ډلې د امریکا نوې استراتېژي چې د افغانستان په ګټه هم ده، خو منفي پایلې هم ورسره ملې دي.

د امریکا نوې تګلارې تر اعلانېدو او د پاکستان په تړاو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته، د کابل او اسلام اباد اړیکي ترټولو سړې کچې ته رسېدلې دي.

له ایران سره هم د افغانستان اړیکې د نفوذ غوښتونکيو سیاستونو او د اوبو له مدیریت سره تړلې او روسیه هم په افغانستان کې د امریکا پر شتون خوښه نه ده.

پاکستان د امریکا د اقداماتو په غبرګون کې د افغانستان او د دغه هېواد له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې سیاستونو پروړاندې سخت دریځ ونیوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له برید وروسته یو شمېر کسان لا اوس هم لادرکه دي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا، له ایران سره پر پوله د فراه ولایت د اوبو تر مهارېدو وروسته ناامن شوی او په سیمه ییزه لوبه کې د روسیې رول او د لوېدیځوالو له حضور سره مخالفت هم د پام وړ ګرځېدلی.

د ملي امنیت رییس وايي، د سیمې هېوادونو د ګټو تضاد په افغانستان کې جګړه خونړۍ او پېچلې کړې ده.

د ده په وینا:" د سیمې هېڅ داسې هېواد نشته چې موږ یې وګړي نه وي نیولي. یا د داعش په نوم، یا د ازبکستان اسلامي خوځښت په نوم، یا د تاجیکستان او د چین اویغوریانو له ډلې. د دغو هېوادونو اتباع زموږ په نظارت خونو کې بندیان دي، څېړنې ترې روانې دي او دا پخپله د دې جګړې اړخونه ښيي او دا په ګوته کوي چې ستاسو امنیتي ارګانونه د افغانستان د خلکو او انسانیت د دښمن له یوې پراخې جبهې سره په یوې پیاوړې مبارزې کې دي."

د کورنیو چارو وزارت وایي، خونړي بریدونه په دولتي ادارو کې دننه د نفوذي کسانو په همغږۍ ترسره کېږي.

ویس احمد برمک وایي، ددغو ترهګرو ډلو کورني ملاتړي هم کم نه دي او آن د سیاسي څېرو په کچه ترې ملاتړ کېږي.

دی زیاتوي:"په دې هېواد کې یو شمېر مزدوران هم شته، هغوی خرڅ شوي دي او په خواشینۍ سره غواړي معامله او له دښمن سره همکاري وکړي. موږ د دوی د نیولو په هڅه کې هم یو، لسګونه یې د امنیتي ځواکونو له لیکو او د خلکو له ډلې نیول شوي. په سیاسي قشر کې هم شته. دوی په تېر کې اړیکي درلودې، ملي امنیت یې په تړاو کار کوي. ډېر شمېر یې نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دا د تېرې مې ۳۱ مې راهيسې د وزير اکبرخان مېنې له موټربم راهيسې تر ټولو مرګونی بريد و، چې پر انټرکانټيننټل هوټل له بريد يوازې يوه اوونۍ وروسته کېږي.

د دفاع وزیر وایي، د سیمې ۲۰ اورپکې ډلې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې دي. د طارق شاه بهرامي په خبره، ملي اردو د جګړې مهارولو لپاره خپل ټول توان کاروي.

دی وايي: "د سیمې ۲۰ ترهګرې ډلې ستاسو له امنیتي ځواکونو او د افغانستان له دولتي حاکمیت سره په بېلابېلو تکتیکونو په جګړه دي. د جګړې اړخونه او زموږ د ګاونډیانو دښمني پراخه ده، دا ایجابوي او زموږ بقا هم په دې کې ده چې موږ ملي یووالی رامنځته کړو".

کلونه کېږي چې افغانستان د سیمې هېوادونه او په تېره بیا خپل ځینې ګاونډیان ملامت ګڼي. له بلې خوا د افغانستان امنیتي ځواکونه په ډېرو مواردو کې نه دي توانېدلي چې د اورپکو د خونړیو او پېچلو بریدونو مخه ونیسي.

د استخباراتو کمزورتیا او له اورپکو د ځینو دولتي کارکوونکو ملاتړ، وضعیت سخت او هیلې یې له زړونو وړې دي.