د کابل وروستيو بريدونو تر شاه پيغام

د انځور حقوق Reuters
Image caption کابل کې د مارشال فهيم پر پوځي اکاډمي بريد

نیویارک تایمز لیکي، په کابل وروستي بریدونه داسې شی څرګندوي چې امریکایې نه وایي. مانا دا چې په افغانستان کې بری لا هم په لاس نه راځي. په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د امریکايی سرتېرو شمېر ۱۵ زرو تنو ته ورسېږي چې شاوخوا څلور زره یې د دې هېواد لپاره د دونالد ترمپ د نوې تګلارې له مخې دي.

ورځپاڼه په امریکا کې د ننه نیوکو ته اشاره کوي چې په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي عملیاتو په اړه دي او دا چې طالبانو افغان حکومت او د دوی نړیوالو ملاتړو ته امنیتي ستونزې جوړې کړې دي. د نیویارک ټایمز په باور، له دې ټولو سره سره امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې حالت به ژر بدل شي. خو د ورځپاڼې په لیکنه یاغیانو بیله لار غوره کړې او په کابل کې یې نوي خونړي بریدونه کړي دي.

پاکستان تودی

دا ورځپاڼه په یوه مطلب کې پر کابل انترکانتیننټال هوټل برید په اړه لیکي چې یوه بریدګر د پاکستان په بلوچستان کې روزنه تر لاسه کړې وه. ورځپاڼه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر محمود سیقل له خولې لیکي چې د یوه برید ګر پلار دا خبره منلې ده. د ښاغلي سیقل په وینا دې ځانمرګي د ای اس ای تر نظر لاندې روزنه تر لاسه کړې وه.

اکسپرس تریبیون

دا ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې تمه ده پاکستان د افغانستان د کابل بهیر په کنفرانس کې چې راتلونکې میاشت کابل کې جوړېږي د سولې له یوه پراخ او هر اړخیز وړاندیز سره ګډون وکړي. د ورځپاڼې په لیکنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې غونډه کې به ګډون کوي او هیلمن دی چې د افغانستان مشرتابه ګډونوالو ته یو معتبر وړاندیز مخې ته کړي.

لاس انجلس ټایمز

افغانستان کې بمي چاودنو ویره خوره کړې ده، دا ښايي ولسمشر ترمپ ته یو پیغام هم وي.

ورځپاڼه لیکي: په داسې حال کې چې په افغانستان کې امریکايی ځواکونه په زیاتېدو دي طالبانو د خپل لوري بریدونو په زیاتولو سره د امریکا نوی بې تجربې ولسمشر ننګولی دی چې په دې توګه د افغان جګړې ګټل ورته ګران شوي دي. د لاسن انجلس ټایمز په لیکنه په ۲۰۰۹ کال کې چې باراک اوبامه ولسشمر و، د طالبانو ارزان او ساده تکتیکونه د سړک غاړي بمونه و چې امریکايی او افغان سرتېري او ولسي وګړي یې وژل. خو تر څه کم لسو کلونو وروسته چې ولسمشر ترمپ جګړې ته نوی رنګ ورکوي او زرګونه سرتېرې بیا افغانستان ته استوي اوس د جګړې تکتیک بدل شوی او وروستیو لسو ورځو کې کابل کې بریدونو تر ۱۳۶ زیات کسان ووژل. د ورځپاڼې په لیکنه اوس بریدونه دومره زیات شوي چې افغانان له یوه بریده نه وي رغېدلي چې بل وشي. د بریدونو کچه په ژمي کې راټېټېږي خو د اوسنیو بریدونو زیاتوالي پر افغان حکومت او نړیوالو ملګرو د دوی باور کم کړی دی.

گارډين

د برتانیا د ګارډين ورځپاڼه د روهینګیایي کډوالو په اړه لیکي، کډوال وايي په میانمار کې د دوی لپاره سوله نشته نو دوی نشي ورستنېدلی. ورځپاڼه د ناګومیا په نامه د یوه کډوال کډوال کیسه را اخلي چې وايي د ده کور او کلی یې سیځلي دي او فصل یې ترې لوټلی دی. ناګومیا زیاتوي په خپلو سترګو یې لیدل چې ماشومان یې غورځول او زاړه کسان چې نه شول تښتېدلی اور ته یې غورځول او وژل یې. د ګارډيان په باور، د کډوالو له ستونزو سره سره بېرته میانمار ته د هغو ستنول د اوسني بحران د حل لارې په سترګه کتل کېږي.

ورته مطالب