سیګار: پنټاګون د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان خاورې کچې څرګندولو اجازه نه راکوي

د انځور حقوق .
Image caption سیګار له هرو درېیو میاشتو وروسته د افغانستان په تړاو رپوټ خپروي چې امنیت یې هم یوه برخه وي

افغانستان کې د بیا رغاونې څار امریکايي مرکز 'سیګار ' ویلي، د امریکا دفاع وزارت یې نه پرېږدي، چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغان خاورې کچه وښيي.

سیګار مسوولین وايي، دغه چاره به ستونزې جوړې کړي، ځکه په وینا یې لومړی ځل هغه معلومات له امریکايي مالیه ورکونکو سره نه شریکېږي، چې 'غیر محرمانه ' بلل شوي دي.

بل لور ته پنټاګان دغه ادعا رد کړې او وايي، دا د ناټو 'په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د دېره نړیوالو ځواکونو ' پرېکړه وه، چې باید دغسې رپوټونه خپاره نه شي.

دغه څرګندونې داسې حال کې خپرېږي، چې ځینې رپوټونه وايي ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو تر واک لاندې سیمو کچه پراخه شوې ده.

سیګار: د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، یا پرې نفوذ لري

سیګار: یوازې نیمايي خاوره د افغان حکومت په کنټرول کې ده

"افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمه پراخه کړې"

نژدې درې میاشتې مخکې سیګار مسوولینو ویلي و، چې د دوو کلونو مودې کې پر خاوره او نفوس د افغان حکومت کنټرول تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د سیګار هغه رپوټ کې چې د لړم میاشتې پر نهمه نېټه خپور شوی و ویل شوي و، چې د ۱۳۹۴ کال لړم میاشتې او سږ کال همدغې میاشتې مودې کې د افغان حکومت د نفوذ او کنترول کچه ۵۷ سلنه کمه شوې ده.

هغه رپوټ ته غبرګون کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و، دېرشو یا څلوېښتو ولسوالیو کې د ګواښ کچه لوړه ده، خو معانا یې دا نه ده، چې پر خلکو یا خاوره د حکومت کنترول کمزوری شوی دی.

دفاع وزارت ویاند ویلي و افغانستان کې جګړه په سیالي 'خوځنده ' توګه روانه ده او وسله وال چریکي جګړه کوي. د نوموړي په وینا داسې حالت کې د هېواد پر سیمو د وسله والو د کنترول کره کچه معلومول 'ګران او ان نا شوني ' دي.