ګلاجان عبدالبدیع صیاد د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ټاکل شوی

ګلاجان عبدالبدیع صیاد (منځ کې ناست) د افغانستان ټاکنو خپواک کمېسیون مشراو وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او معاذالله دولتي د دغه کمېسیون د مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. د انځور حقوق IEC
Image caption ګلاجان عبدالبدیع صیاد (منځ کې ناست) د افغانستان ټاکنو خپواک کمېسیون مشراو وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او معاذالله دولتي د دغه کمېسیون د مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان ټاکنو خپواک کمېسیون مشر په توګه ټاکل شوی ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي کمېسیون پر خپل وخت د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري. نوموړي د کمېسیون مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خپلو کاري لومړیتوبونو په تړاو له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي وویل:

''د دارلانشا د رییس ټاکنې لپاره ولسمشر ته د کسانو ور پېژندل، د مرکزونو ارزونه ده، چې دې لپاره د شکایتونو کمېسیون څېړنه روانه ده، چې د دې مرکزونو نهايي شمېره به اعلانوو او د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نومونو نوملړ جوړول دي، چې د هغه لپاره به د پیل شوي کار بهیر لړۍ چټکه کړو، چې د رایې ورکونکو نوملړ په خپل وخت چمتو کړو. ''

له دې مخکې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، ښاغلی صیاد یې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په توګه ټاکلی دی.

د دغه کمېسیون یوې غړې ملیحه حسن بي بي سي ته وویل، د نن چارشنبې فبرورۍ لومړۍ په ټاکنو کې وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او معاذالله دولتي د دغه کمېسیون د مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

څه موده مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی و.

ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د کمېسیون نورو غړو له لوري د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وټاکل شو

ارګ: د احمدزي ګوښه کولو پرېکړه ټاکنیز کمېسیون کړې ده

د ټاکنیزو او ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیونونو له یوه کاري کاله وروسته پر دغو کمېسیونونو نیوکې ډېرې شوې او یو شمېر کسانو یې د انحلال یا پکې کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کوله.

له هغه وروسته ولسمشر غني د غوراوي له کمېټې وغوښتل نوی کس ور وپېژني او حفیظ الله هاشمي د کمېسیون غړي په توګه وټاکل شو. ۴۳ کلن ګلاجان عبدالبدیع صیاد کابل کې زېږېدلی، په خټه پښتون دی. نوموړي د دکتورا تر کچې زد کړې کړې دي.

نوموړی له ۱۳۸۹ راهیسې تر اوسه د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد و. نوموړي دغه راز د کاروان خصوصي پوهنتون د علمي مرستیال او استاد، د دعوت پوهنتون استاد او د افغانستان بانک شرعي بورډ غړي او د سولې مطالعاتو اسلامي مرکز رییس په توګه هم دنده تر سره کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی صیاد وايي، د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري

د پاکستان او مصر پوهنتونونو کې یې هم د استاد په حیث دنده درلوده او په پښتو ژبه یې د مصر ملي ټلویزون کې ویاندې کړې ده. نوموړی په پښتو، فارسي، انګلیسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولای شي.

د ټاکنو کمېسیون اووه غړي لري، چې ولسمشر غني یې د تېر کال لیندۍ میاشت کې درې غړي (ګلاجان عبدالبدیع صیاد، رفیع‌الله بیدار او معاذالله دولتي) د درېیو کلونو لپاره او څلور نور غړي (وسیمه بادغیسي، عبدالقادر قریشي، ملیحه حسن او نجیب‌الله احمدزی) د څلورو کلونو لپاره وټاکل. ښاغلی هاشمي د ښاغلي احمدزي ځای ناستی دی.