د افغان استخباراتو مشر پاکستان کې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان امنیتي مشران پاکستان ته تللي

ډيلي ټايمز

د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې خپله سرمقالې ته عنوان ورکړی، افغان استخباراتو مشر پاکستان کې دی.

ورځپاڼه لیکي، د نوي میلادي کال پیل د افغانستان او پاکستان اړیکو کې د ترینګلتیا پیل و. کابل په اسلام اباد تور لګوي چې ترهګرو ته پناه ورکوي دوی د طالبانو او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې یادونه کوي.

خو پاکستان وايي ټول ترهګر یې له خپلې خاورې شړلي دي او له یو بل سره تاویلی ماویلی همداسې روان دي.

ورځپاڼه لیکي دا نیک ګام دی چې د افغانستان د امنیتي وزیرانو سره د هېواد د استخباراتو مشر ورغلی و او له ترهګرۍ سره په دوه اړخیزو خبرو اترو سره وغږېدل.

اسلام اباد په نومبر کې اعلان کړی و چې ۲۷ اورپکي یې افغانستان ته ورشړلي دي، خو افغان رسنیو په دې اړه رپوټونه نه و ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، اسلام اباد له کابله هم غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي وشړي چې په پولو کې یې فعالیت کوي.

د ډیلي ټایمز په لیکنه له دې ټولو سره سره د داوړو هېوادونو ترمنځ اړیکي او خبرې اترې تل ګټورې وي او که دواړه لوري همکاري وکړي نو د راتلونکي لپاره حل نقشه دومره ګرانه نه ده لکه چې اوس فکر کېږي.

انډين اکسپرېس:

د کابل تر بریدونو ورسته ښاغلي غني او مودي د ترهګرو په پټنځایونو سره غږېدلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل د صدارت څلورلارې بريد کې ۱۰۳ تنه وژل شوي وو

دواړو مشرانو پرون چارشنبه په دې تلفوني خبرې سره وکړې چې څنګه په ګاونډ کې د ترهګرۍ پټنځایونه له مینځه یوړل شي. د دوی دواړو ښکاره اشاره پاکستان ته وه.

دا خبرې اترې په داسې مهال کې شوي چې د رپوټونو له مخې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر خاقان عباسي سره ورځ مخکې د تليفون له لارې له خبرو کولو ډډه وکړه چې وروسته یوه افغان دیپلومات دا رپوټونه ردکړل.

د ورځپاڼې په لیکنه، ښاغلی مودي او ښاغلی غني په تليفوني خبرو کې د کابل او ډیلي پر ګډو اندېښنو تم شول او په افغانستان کې یې د اسلام اباد ونډه وارزوله .

ولسمشر غني په ۲۰۱۶م کال کې په اسلام اباد کې د سارک غونډې ته ورنغی او دې پاکستان په سیمه کې ګوښه کړ.

واشنګټن پوست:

ترکیې په ډېرو جبهو کې خطرناکه جګړه پیل کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، ترکیې له خپل جنوبي ګاونډي سوریې سره پوځي بریدونه پيل کړي. دې جګړې زیاتې جغرافیايي- سیاسي اندېښنې راپورته کړې دي.

د جنورۍ له ۲۰مې ترکي ځواکونو او د ترکیې ملاتړو ملیشو د الېپو شاوخوا د کردانو پر ضد بریدونه پيل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جنورۍ له ۲۰مې ترکي ځواکونو او د ترکیې ملاتړو ملیشو د الېپو شاوخوا د کردانو پر ضد بریدونه پيل کړي.

ترکي چارواکي وایي، له هغو ټولیو سره جنګېږي چې د کردي بیلتون پالو برخه ده. پي کې کې ته واشنګټن او انقره دواړه د ترهګرو په سترګه ګوري.

ورځپاڼه لیکي چې ترکي ځواکونه د کردانو تر څنګ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

ترکیې دا بریدونه تر هغه وروسته پیل کړل چې امریکا د سوریې لپاره د سرحدي پوځ د جوړولو اعلان وکړ. د واشنګټن پوست په لیکنه، ترکیه تر هغو پولې پورې بریدونه کوي چې هلته امریکايي ځواکونه دي او دا په خپل وار د خطرناکې جګړې امکان برابروي.

ګارډین:

د برتانیا د ښوونځيو د اروزنې مشره وايي اورپکي ښوونځي د زده کړې د بې لارې کولو لپاره کاروي.

اماندا سپيلمن خبرداری ورکوي چې اورپکي د زده کوونکو پراخ نظر خرابوي او له پراخې ټولنې یې بېلوي.

نوموړې د ښوونځيو سر ښوونکو ته ویلي باید له هغو سره مبارزه وشي چې د برتانیا د ټولنې ارزښتونه کم ارزښته کوي.

ورته مطالب