د جرمونو نړېواله محکمه افغانستان کې د جنگي جنايتونو په تړاو سپارل شوي اسناد ارزوي

د جرمونو نړيواله محکمه د انځور حقوق Getty Images
Image caption بي بي سي موندلې چې د جرمونو نړيوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې له نومول شويو لوړ پوړو چارواکو يو جنرال عبدالرشيد دوستم دى

د جرمونو نړيوالې محکمې قاضيان په دې پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د جنگي جنايتونو په تړاو رسماً پلټنې پيل کړي او که څنگه.

ټاکل شوې دوى ډېر ژر د تاوتريخوالي افغان قربانيانو له لوري د سپارل شويو اسنادو ارزونه پيل کړي چې د جنگي جنايتونو له لوري شونې پلټنې پر چا او يا پر څه ورټولې وې.

بي بي سي موندلې چې د جرمونو نړيوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې له نومول شويو لوړ پوړو چارواکو يو د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دى. له لسيزو راهيسې پر ښاغلي دوستم د بشري حقونو د سرغړونې تورونه پورې شوي دي. خو نوموړي تل دا تورونه رد کړي.

ښاغلى دوستم اوسمهال په ترکيه کې دى. نوموړى وروسته له هغه ترکيې ته ولاړ چې د هغه سياسي سيال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا وکړه چې د ښاغلي دوستم په حکم وتښتول شو او ورباندې جنسي تېرى شوى .

طالبان، سي آى اې او افغان ځواکونه ښايي د جنگي جنايتونو د شونو تر سره کوونکو له ډلې وي.

نړیواله جنايي محکمه:‌ ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي

''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''

د جرمونو نړيوالې محکمې ته د "نى" شکايت

ولې د ډاکتر نجیب الله محبوبیت ډېر شوی؟

د جرمومونو نړيوالې محکمې سر څارنوالې "فتو بېنسودا" تېر کال ويلي و داسې مناسب دلايل شته چې باور وشي په افغانستان کې جنگي جنايتونه تر سره شوي دي.

ځینې نور افغانان هیلمن دي چې د جرمونو نړيواله محکمه به عدالت ته د طالبانو او نور وسلوالو په راڅکولوکې مرسته وکړي.

په بګرام زندان کې د زندانیانو د کړونې به تړاو به پلټنې کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سلوبودان پارلياک له شپږو تورونو کسانو یو دی.

ورته مطالب