ولسمشر غني: د طالبانو پټنځيو پر وړاندې د پاکستان عملي گام په تمه يو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي غني دغه راز وویل افغانان به سل کاله وروسته هم د خپلې وینې پور اخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه په توندو ټکو غوښتنه وکړه چې له هغه ځایه د تنظیمېدونکو اورپکو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

ښاغلي غني دغه راز وویل افغانان به سل کاله وروسته هم د خپلې وینې پور اخلي.

افغان ولسمشر دغه څرگندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د یو شمېر دیني عالمانو او دولتي چارواکو په مخ کې وکړې. دا دويم ځل دی چې په کابل، ننګرهار او کندهار کې د وروستیو بریدونو د غچ اخيستلو غږ له جوماته پورته کوي.

ښاغلي غني پر ماشومانو او ښځو برید د ټول افغانستان پر خلکو برید وباله او و یې ویل دا ډول بریدونه به ملي او هر اړخیزه ځواب ولري.

ولسمشر بیا ځله په خورا تونده لهجه وویل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځي په پاکستان کې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه پاکستان ته یې د طالبانو د مهمو کسانو او په پاکستان کې د هغوی د مرکزونو او پټنځيو لېسټ سپارلى او د پاکستان د عملي ګام په تمه دی.

د افغانستان د ملي امنیت مشر او د کورنیو چارو وزیر د چهارشبنې په ورځ پاکستان ته همدې لېسټ د سپارولو په موخه سفر کړی و او پرون یې په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستاني لوري د عملي ګامونو ژمنه کړې او ټاکل شوې ده چې د شبنې په ورځ به یې یو پلاوی کابل ته هم راشي.

ښاغلي غني وویل افغانستان په بهرني سیاست کې بریالی دی او د کورني سیاست د بریالیتوب لپاره باید ملي یووالی رامنځته شي او تر څنګ یې باید پرېکړې بايد پرېکنده وي.

ولسمشر غني زیاته کړه امنیتي چارواکو د کابل او افغانستان د امنیت خوندي کولو لپاره نوی پلان جوړ کړی او په امنیتي ادارو کې سمونونو ته هم ډېره اړتیا ده.

"له امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا هم مننه کوم، خو څرګنده ده چې امنیتي ادارې اصلاحاتو ته اړتیا لري. په ځانګړې ډول زموږ په استخباراتي ادارو کې. ځکه کله کله دوی استخباراتي مالومات له پامه غورځوي. نو د روښانه اقداماتو ترسره کولو اړتیا لیدل کېږي او دا به ارزول کېږي."

"امریکايي قومندانانو ته اجازه ورکړل شوې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه له مینځه یوسي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ملي امنیت مشر: که پاکستان ګام پورته نه کړي موږ هم لاس تر زنې نه کښېنو

پاکستان کې افغان کډوال: د وتلو لپاره تر دوو میاشتو ډېر وخت غواړو

ولسمشر وویل هغه طالبان چې په ترهګريزو بریدونو باور نه لري باید ځانونه له هغو طالبانو جلا کړي چې د ځانمرګو بریدونو او چادونو له امله د افغانانو ژوند اخلي. ولسمشر غني افغانان یووالي ته وهڅول او ویې ویل د افغانستان دښمن هېڅکله د افغانستان او افغانانو خیر نه غواړي. د افغان ولسمشر دغه توندې څرګندونې تېره اوونۍ په کابل او ولايتونو کې د چاودونو له وروستۍ خونړۍ څپې وروسته کېږي چې سلګونه ملکي وګړي پکې مړه او ټپيان شول.

ورته مطالب