"تېرو ۱۷ کلونو کې له سل زرو زيات افغانان وژل شوي"

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه یوه مطلب کې لیکي په افغانستان کې له ۱۷ کلنې جګړې وروسته څه باندې "سل زره افغانان" وژل شوي او اوس د طالبانو او داعش ډله سره سیالي کوي چې تاوتریخوالی پر ملکي خلکو تحمیل کړي خو هغه څه چې امریکايي تګلاره جوړونکي پرې پوهېږي دا دي چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو حالات به په چټکۍ خراب شي او که پاتې وي نو ښايی حالات په ورو خراب شي او په ګرانه بیه تمام شي.

ورځپاڼې د ولسمشر غني هغه خبره هم راخیستي چې د تېر ډسمبر په میاشت کې یې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته ویلي وو، د تېرو ۱۵ کلونو پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د طالبانو ډېر جک پوړي غړي وژل شوي دي.

ډیلي ټایمز:

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ډاکټر محمد فیصل له قوله په یو مطلب کې لیکي، پاکستان د پنځو ګډو کاري ډلو وړاندیز کړی چې د ترهګرۍ پرضد پر مبارزې، استخباراتو پر شریکولو، پوځي برخې، اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیتي مسایلو او کډوالو پر بېرته ستنولو کار وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

ډیلي ټایمز لیکي ښاغلي فیصل ادعا وکړه، چې د افغانستان خاورې نه په پاکستان کې ۴۷۰ بریدونه شوي او پاکستان په وروستیو کې له حقاني شبکې سره په تړاو ۲۷ کسان افغانستان ته سپارلي دي.

ورځپاڼه د نوموړي له خولې لیکې چې د اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره پاکستان له افغانستان سره پر پوله ۹۷۵ پوستې جوړې کړې او د افغان لورې له خوا د جوړو شویو پوستو شمېر ۲۰۰ دی.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپانه په یو مطلب کې لیکي چې په پاکستان کې د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د پاکستان حکومت تورن کړ چې لس میاشتې یې په کور کې نظر بند کړی و چې د کشمیر موضوع برسېره نه کړي حال دا چې مخکې یې ویلي وو د پاکستان پر حکومت د امریکا او هندوستان د فشار له امله نظر بند شوی و.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه د نوموړي له قوله لیکي نه پوهېږي چې ولې اسلام آباد کې چارواکي د ده په خبره په کشمیر کې ګڼ وژنې له پامه غورځوي، حافظ سعید غوښتنه کړې چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او د کابینې پنځه وزیران دې د ملګرو ملتونو مخې ته د روانې میاشتې په پنځمه نېټه له کشمیریانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره احتجاج وکړي.

هندوستان ټایمز لیکي حافظ سعید چې هند او امریکا یې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبي کې د ترهګرو بریدونو ترشاه بولي، ویلي پاکستاني چارواکي هم د هند په ژبه خبرې کوي او ډېر ځورېږي چې د ځینو پاکستاني چارواکو له خوا ترهګر بلل کېږي.

ګارډین:

لندن کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي په یوې څیړنې کې موندل شوې چې په هندوستان کې د خوړو لپاره روزل شویو فارمي چرګانو ته تر ټولو پیاوړي انتي بیوتیک ورکړل شوي چې له امله یې په نړیواله کچه اندېښنه پیدا شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه لیکي چرګانو ته د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت لپاره د کولیسټین په نامه انتي بوتیک چې تر نورو ټولو انتي بوتیکو پیاوړي دي ورکړل شوي.

ورځپاڼه لیکي ډاکټران هغه مهال دا انتي بیوتیک ناروغانو ته ورکوي چې نور درمل پرې کار ونه کړي. ګارډین لیکي اوس مهال داسې قوانین هم نشته چې د چرګانو په دغو هندي فارمونو کې د دې کار او یا هم نورې نړۍ ته د دې چرګانو د غوښو د استولو مخه ونیسي ځکه یې له امله اندېښنه پیدا شوې ده

ورته مطالب