پاکستانی پلاوی کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي

د انځور حقوق FOREIGNOFFICEPK
Image caption د دې پلاوي مشري د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه کوي

يو لوړپوړی حکومتی پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت وياند شکيب مستغني له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، دغه پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ د يوې مخکینۍ هوکړې پر بنسټ کابل ته تللی چې مشري يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه کوي.

ټاکلی شوي دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او په کابل کې د وروستيو مرګونيو بریدونو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې له دې پلاوي سره به د ترهگرۍ پرضد د گډې مبارزې پر دوه اړخيزو ژمنو او يوه ټاکلي زماني چوکاټ خبرې وشي.

د انځور حقوق FOREIGNOFFICEPK
Image caption دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او په کابل کې د وروستيو مرګونيو بریدونو په اړه خبرې وکړي

د ښاغلي مستعني په وينا، "دا سفر د شته اندېښنو او د ترهګرۍ پر ضد د جدي مبارزې په برخه کې د دوه اړخيزو هوکړو په هکله، په ځانګړې توګه د ترهګرو د وروستيو غيرانساني بريدونو وروسته د خبرو لپاره په وروستيو کې له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د ريیس د خبرو په دوام ترسره کېږي".

دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو وروستيو خبرو کې په تونده لهجه وويل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځي په پاکستان کې دي او په دې هېواد کې يې د طالبانو پر ضد په عملي اقداماتو ټينګار وکړ.

ښاغلي غني وويل، پاکستان ته یې د طالبانو د مهمو کسانو او په پاکستان کې د هغوی د مرکزونو او پټنځيو لست سپارلى او د پاکستان د عملي ګام په تمه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو وروستيو خبرو کې په تونده لهجه وويل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځي په پاکستان کې دي

تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت مشر محمد معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو وزير ویس احمد برمک پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له پوځي او ملکی چارواکو سره يې په افغانستان کې د وروستيو بريدونو په اړه خبرې وکړې.

تېره يوه مياشت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ګڼ بريدونه وشول چې درنه مرګژوبله يې لرله. تر ټولو مرګونی هغه يې د کابل ښار د صدارت څلورلارې کې رامنځ ته شو چې ۱۰۳ کسان په کې ووژل شول او شاوخوا ۲۳۵ تنه په کې ټپيان شول.

افغان چارواکي وايي د وسله والو طالبانو او ترهګرو پټنځی په پاکستان کې دی خو، پاکستاني چارواکي تل دغه تورونه ردوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب