د ژوند یو لنډکی تاریخ: د افغانستان یوه ورکه مجله

Pages from Afghan magazine Zhvandun - women's fashion photoshoot, man by the sea and baby milk advert

له رنګونو ډکه 'ژوندون ' مجله کې د افغان اشرافو سیاسي او ټولنیز بدلون پېر د ارمانونو څرک لیدل کېده. د مجلې له نیمايي ډېره برخه د ۲۰ مې پېړۍ اوږدو کې نړیوال مسایل، تاریخ او ټولنیز مسایل رانغاړي. دغه راز یې پر مخونو د فلمي ستوریو او فېشن اړوند توکي هم وینو. ټایم مجلې ته ورته، همداسې خو د لنډو کېسو او شعرونو له زیاتوالي سره.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - front covers

ژوندون په داسې یوه هېواد کې خپرېده، چې ډېر اوسېدونکي یې په لیک لوست نه پوهېدل. ځینو هغو بیا ډېره په مینه لوستله، چې ډېر یې کابل مېشتي وو او دومره وسایل یې درلودل، چې په سینما کې د فلم لیدو یا نوي موډ سره سم کاليو چمتو کولو ته یې وخت درلود.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - reflecting the Soviet influence post-1979

ژوندون له هغو خورا لږ شمېر مجلو یوه وه، چې له ۱۹۲۰ مو کلونو وروسته افغانستان کې خپرې شوې. 'کابل مجله ' له هغو یوه وه چې وتلیو افغان مفکرینو او لیکوالو لیکنې ورته کولې. 'ادب ' د کابل پوهنتون مهالنۍ وه او 'د کمکیانو آنیس ' له کیسو او معماوو ډک و.

Front covers of Kabul and Children's Companion (Kamkayano Anis) magazines

ژوندون لومړی ځل ۱۹۴۹ کال کې خپره شوه. دا د سیمې لپاره خورا مهم کال و، چې د نړیوالې جګړې له کبله اروپايي امپراتورۍ په نړېدو وې.

د افغانستان په ګاونډ ایران، پاکستان او هند کې له استعماري دورې وروسته نوي حالت ته اندېښنې ډېرې شوې وې.

افغانان د یو عصري هېواد پر جوړولو لګیا وو او څه نا څه پېسې یې هم بانک کې درلودې. پاچا محمد ظاهر د خپل لیدلوري عملي کولو لپاره ګڼ شمېر بهرني سلاکاران وغوښتل او له امریکا او شوروي یې مرستې تر لاسه کړې.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - airline images

۱۹۵۵ کال کې د آریانا افغان هوايي شرکت له تاسیس سره افغانستان د نړۍ له نژدې نیمايي ښارونو سره اړیکه وموندله.

د دغه هوايي شرکت الوتکو یوه مهمه لار له کابله تر فرانکفرت پورې وه، چې له تهران، دمشق، بیروت او انقرې تېرېده. دغې لارې ته د ۱۳ پېړۍ ایټالوي ګرځندوی د نوم په مناسبت (مارکو پولو لارې) نوم ورکړل شوی و.

د معمول الوتنو په وسیله د افغانستان خپلو ښارونو تر منځ هم تګ راتګ کېده، چې د غرونو او دښتو له کبله له یوه بله لرې وو.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - soft drink and department store advert

په ژوندون کې د ۱۹۶۰ کلونو مهال سوداګریز اعلانونه. که څه هم هغه مهال موټر، یخچالونه، د ماشومانو لپاره قوطي بندې شېدې او داسې نور شیان ښايي د ډېرو له لاسرسي لرې و، خو هغو ځینو کسانو ته او په ځانګړې توګه ښځو ته چې استازیتوب یې کېده دغسې اعلانونه خپرېدل.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - car, shoes, fridge and radio adverts

د پاچا محمد ظاهر د تره زوی محمد داوود خان ۱۹۷۳ کال کې هغه له واکه لرې کړ او د پېړیو دود خلاف یې د پاچاهۍ اعلان پر ځای ځان د یوه جمهوري هېواد ولسمشر وباله.

د دغه مهال په ژوندون مجله کې د افغانستان تولیداتو په تړاو اعلانونه وینو، چې ولسمشر داوود خان د افغان کارخانو او خدمتونو هڅونه کوله.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - images of Afghan women in the mid-1970s

خو افغانستان د نویو سیاسي تربګنیو او سیالیو ښکار شو او ۱۹۷۸ کال کې د ولسمشر داوود حکومت د یوه ډله کمونیست پوځي افسرانو ښکار شو. په افغانستان کې د ثور انقلاب په نامه مشهورې دغې پېښې جګړو ته لاره پرانیستله چې تر اوسه روانې دي.

د ۱۹۷۹ کال له ثور انقلاب سره سوداګریز اعلانونه خپرېدل هم په ټپه ودرېدل، خو ژوندون د یو بل ډول خوبونو تعبیر وړاندې کاوه.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - reflecting the Soviet influence post-1979

لومړی ځل د هالیووډ فلمي ستوریو پر ځای د شوروی ممثلینو انځورونه خپاره شول او د یخچالونو، ټیپ ریکارډونو پر ځای د کرنیزو فارمونو ماشینونو انځورونه خپاره شول.

ان د یوه خیالي ښار په تړاو د شوري لیدلوري څرک هم په کې وینو.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - reflecting the Soviet influence post-1979

د لینن او جمناسټیک لوبډلو په تړاو له شته تصور سره سره هم د ژوندون پر پاڼو د شوروي او امریکا د عصریتوب په تړاو ورته والی وینو.

Pages from Afghan magazine Zhvandun - Lenin and sport front covers

۱۹۹۰ مو کلونو کې افغانستان ته د شوروي ځواکونو له ننوتو سره ژوندون، کابل او نورو ټولو مجلو خپرونې بندې کړې. دا کړکېچن وخت و او ډېری لیکوال، خپروونکي او لوستونکي له هېواده وتښتېدل.

د طالبانو له راتګ سره ډېری دغه کسان ستانه نه شول او دا مهم ټولنیز دفتر له منځه لاړ، خو افغان مطبوعات داسې څه نه وو، چې لوستونکو به لرې غورځول، بلکې کتابتونونو او یو شمېر نورو کسانو په ټول احتیاط سره دغه کلیکسونونه وساتل.

د امریکا کانګریس لایبربري هلته پاکستان کې دغه نژدې ټول مطبوعات وساتل.

اوس د نړیوالې ډیجیټل لایبریري یا کتابتون د برخې په توګه او د کارنیګي کارپورېشن په مرسته دغسې سلګونه مجلې ډیجیټل شوې دي. دلته یې لوستلای شئ یا د افغان پروژې په اړه لوستلای شئ.

اوس ګرانه ده، چې پر کاغذ چاپ بڼه یې وموندل شي، خو کله نا کله یې په بازارونو کې یو نیم څرک تر سترګو کېږي.

Pages from Afghan magazine Zhvandun

ټول تصویرونه دویم ځلي تولید شوي چې ملکیت یې د کانګریس لایبریري ورلډ کانګریس لایبریري( World Digital Library )او د نیویارک کارنیګي بشر دوستانه کارپورېشن سره دي.