"افغانستان کې ځينې مړه بېرته ژوندي شي"

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز:

افغانستان کې لسګونه کسان هره ورځ مري، خو کله کله ځیني مړه بيرته ژوندي شي. تر دې سرلیک لاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي کله کله د وژل شویو کسانو پر جسدونو د یوې مرمۍ سوری وي، په درنو چاودنو کې بیا د بدن هېڅ برخه نه وي پاتې او په دې توګه کورنیو ته په تړلو تابتونو کې څو ټوټې غوښه او هډوکې ورکول کېږي چې دا یې د عزیزانو دي خو کله هم داسې وشي چې مړی بیرته ژوندی شي.

ورځپاڼه د ۲۲ کلن احمد تمیم په نامه د پولیسو د یوه افسر کیسه لیکي چې د تېرې دوشنبې په ورځ ورته د کابل په لمنو کې په یوې هدیرې کې قبر وکیندل شو.

خپلو خپلوانو یې ورسپال شوی تابوت خښ کړ او کله چې یې د خیرات لپاره تیاري کوله د تمیم د تره زوی محمد قسیم ته د تمیم ورور ټېلېفون وکړ چې احمد تمیم ژوندی دی.

قسیم ویلي په سر کې یې فکر کاوه چې د تره زوی یې ورسره ټوکه کوي خو وروسته هغه په ټینګار وویل چې ټوکه نه کوي بلکې له روغتون نه ورته تېلېفون شوی و چې ورور یې ژوندی دی او اوس په هوش شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي افغانستان کې په دې ډول کله کله مړي هم ژوندي شي.

د انځور حقوق FOREIGNOFFICEPK

ډیلي ټایمز:

د پاکستان او افغانستان د اړیکو راتلوونکی تر سرلیک لاندې پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د امریکا وروستۍ پرېکړې د طالبانو او حقاني شبکې لپاره لا ښه فرصت برابر کړ چې خپل لاسونه سره لا ټینګ ورکړي هغه هم په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان له ورته ستونزو کړېږي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني پخوا د امریکا له استخباراتو سره نژدي اړیکې لرلې، له څه باندې یوې لسیزې راهیسې امریکا په احتیاط سره اشاره کوله چې په افغانستان کې د ورانکارو اعمالو ترشاه د حقاني شبکه ده او پاکستان یې ملاتړ کوي او کله به یې چې له طالبانو سره د سولې موضوع یادوله نو حقاني شبکه به یې له پامه وغورځوله.

د مطلب لیکوال شوکت قادر لیکي دا چې وروستیو ورځو کې افغان چارواکو د ترهګرو ډلو په اړه کره شواهد پاکستاني چارواکو ته وسپارل اوس پاکستان ته په کار ده چې اقدام وکړي ټیک هماغه شان چې افغانستان ته د کره شواهدو د سپارولو نه وروسته افغان چارواکو باید کړي وای.

ډیلي ټایمز لیکي افغانستان او پاکستان نه یوازې دا چې اوږده ګډه پوله لري، په دواړو هېوادونو کې ورته قومونه ژوند کوي ځکه نو د دواړو هېوادونو راتلوونکی سره تړلی دی.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

لندن کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په هکله د اندېښنو د ډېرو له امله د افغانانو یوې نوې څپې نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي د امریکا د پوځي فشار په غبرګون کې د کابل اوسیدونکي د طالبانو د ځانمرګي بریدونو ښکار کېږي.

ګارډین وړاندې لیکي په افغانستان کې له ۱۷ کلنې جګړې وروسته لویدیځ اوس په دې ګومان دی چې په پوځي ډګر کې برلاسی به یې بریالیتوب ولري هغه هم په داسې حال کې چې طالبان انتظار باسي چې ناټو او متحدین یې له افغانستانه ووځي.

ګارډین لیکي په بریدونو کې ډېروالي د اقتصادي حالت ښه کېدو ته هیله کمه کړې او په دې ترڅ کې د ځوانانو او لوستو کسانو یوې تازه څپې نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

فانینشل ټربیون:

ایرانۍ فانینشل ټربیون ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي ایران د تېر مارچ میاشتې نه د ډسمبر تر ۲۱ ڼیټې پورې څه باندې پنځه اعشاریه ۳۷ میلیونه ټنه منرالي تولیدات چې ارزښت یې ۶۷۲ اعشاریه ۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي افغانستان ته صادر کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه لیکي چې په دې کې ډېره برخه نیمه اوسپینز تولیدات وو چې کچه یې څه باندې ۵۳۳ ټنو ته او ارزښت یې څه باندې ۲۳۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

فانینشل ټربیون لیکي افغانستان د ایراني تولیداتو لپاره یو لوی مارکیټ دی او په ایران کې د افغانستان د سوداګرۍ د استازي جبار انصار له قوله لیکي ې د افغانستان په مارکیټونو کې د دوه نیم ملیاردو ډالرو په ارزښت ایراني توکي پلورل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب