د ملي امنیت مشر: ایران او روسیه له طالبانو سره تر یوې کچې مرسته کوي

افغانستان
Image caption ښاغلي ستانکزي د بي بي سي جمال الدین موسوي سره مرکه کې وویل، د حکومت د مخالفینو په لیکو کې ډېر تنکي ځوانان جذبېږي.

د افغانستان د استخباراتو مشر وایي طالبان د افغانستان شمال ته د داعش او د منځنۍ اسیا د وسله والو په لېږدولو کې اصلي ونډه لري.

معصوم ستانکزي بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې روسیې او ایران له طالبانو سره په دې پلمه چې له داعش سره جنګېږي تړاوونه جوړ کړي او مرسته ورکوي.

دی وايي، ښکاره اسناد په لاس کې لري چې ښيي طالبان د یوې پوښښي شبکې په ډول له بهره افغانستان ته "د ترهګرو ډلو د غړو" په اړولو او بیا یې ددغه هېواد څلورو خواوو ته په استولو بوخت دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ول " موږ په ځلونو افغانستان ته په ناپېژاندو هیلیکوټرو کې د داعش جنګیالیو او لوېدیز جوړو وسلو د لېږدولو مسله مطرح کړې ده."

ښاغلي کابلوف ویلي ول، روسيې له ناټو څخه د دغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی تر لاسه کړی، چې د ده په وینا، افغانستان ته وسلې او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) جنګیالي لېږدوي.

د ملي امنیت مشر هغه ادعاګانې یوه لویه تېروتنه بولي چې ګواکې د حکومت په چارواکو کې داسې خلک شته چې د مخالفینو ملاتړ کوي.

دی وايي "همدغه یوه لویه تېروتنه ده. که موږ پرته له تحلیل او شننې د سیاسي او یا نورو موخو لپاره یوه خبره کوو، نو باید د افغانستان پر ملي ګټو یې اغېز وارزوو. دا پخپله هغو هېوادونو ته پلمه په لاس ورکوي چې وايي، ګواکې طالبان تر داعش ښه دي او طالب سره باید مرسته وکړي چې داعش له مینځه یوسې."

Image caption د ملي امنیت مشر هغه ادعاګانې یوه لویه تېروتنه بولي چې ګواکې د حکومت په چارواکو کې داسې خلک شته چې د مخالفینو ملاتړ کوي.

د طالبانو په تړاو د ایران او روسیي اوسنی سیاست د ښاغلي ستانکزي په اند تر پخوا توپیر لري او وايي "د ایران او روسیې باور دې کچې ته رسېدلی چې د طالبانو ملاتړ تر داعش ښه دی. هغه پایلې چې موږ ترلاسه کړي دا دي چې دوی له طالبانو سره نور اړیکي غځولي دي، ورسره مرسته کوي، خو دا مرسته تر هغې کچې نه ده چې دلته یې په تړاو تبلیغات کېږي."

د ولسي جرګې په ګډون، د ځینو له خوا داسې تورونه لګېدلي چې د امنیتي ارګانو یو شمېر غړي د وسله والو ډلو په لېږد کې ونډه لري.

خو ښاغلی ستانکزی وايي "ځینې وختونه داسې ګونګوسې خپرېږي چې ګواکې افغان حکومت دوی راوستي، خو هغه کسان چې دا کار کوي زه یې نومونه درته اخلم. قاري فصیح الدین څوک دی؟ دی د طالبانو د نومول شوي والي په توګه دلته کار کوي. امان الدین هم همداسې. دوی دا کسان راولي او ساتي یې."

ایراني چارواکو داسې ادعاګانې رد کړي خو روسیې له طالبانو سره د خپلو اړیکو موخه یوازې د په افغانستان کې د خپلو وګړو خوندي کول او دغه هېواد د سولې له بهیر سره مرسته بللې ده.

په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې له وینلړلو بریدونو وروسته، لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي پاکستان ته ولاړل چې بریدونو کې د لاس لرلو په تړاو پاکستان کې د مېشتو کسانو په اړه پاکستاني چارواکو ته اسناد ورکړي. تر هغه وروسته، پاکستاني چارواکي کابل ته د خبرو اترو لپاره راغلل، خو نن پر کونړ د پاکستان له خوا د نژدې ۱۸۰ توغندیو له برید سره، د اړیکو د ښه کېدو څرک نه لګېږي.