امریکا د چابهار بندر په اړه څه نظر لري؟

امریکا د چابهار بندر په اړه څه نظر لري؟

په لندن کې د امریکا سفارت د جنوبي اسیا چارو ویانده هېلېنا وایټ وايي، امریکا د افغانستان اقتصادي او امنیتي ښېرازۍ ملاتړې ده.

اغلې وایټ وايي د امریکا او ایران تر منځ د اړیکو کړکېچ به له چابهار بندر او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو مخنیوی ونه کړي.

له مېرمن وایټ سره، په لندن کې زموږ همکار امان الله عمران غږېدلی دی. دا لومړی ځل دی چې د چابهار بندر په تړاو د امریکا پر دریځ غږېږي.