له ایرانه د بندیانو د لېږد تړون له مخې ۶۱۷ افغان بندیان لېږدول شوي

ایران افغان پوله د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر افغانان چې ایران ته د کار او استوګنې لپاره تللي ول، په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي.

افغان ولسمشر وايي، افغانستان په بهر کې د خپلو وګړو د حقونو د دفاع په پار په وروستیو کې افغانستان ته له ایرانه د بندیانو د لېږدولو تړون لاسلیک کړی، چې حقوقي مسلې به یې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کېږي.

ولسمشر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ددغه تړون له مخې ۶۱۷ افغان بندیان له ایران نه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وايي، دا مهال د ایران زندانونو کې شاوخوا ۵۱۲۴ افغانان بندیان دي.

تر دې پخوا چې زندانیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي کورنیو یې ادعا کوله چې په ایران کې یې مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود او د اوږدې مودې لپاره بې برخلیک پراته ول.

نه یوازې دا چې ګڼ شمېر افغانان ایران ته د کار او مزدورۍ لپاره ځي، بلکې ډېر نورو هلته ژوند غوره کړی او خپلې کورنۍ یې لېږدولي.

د ایران په زندانونو کې پراته افغانان په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي دي، خو له هغو یو شمېر افغانانو سره د ایران حکومت جدي چلند کوي چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي وي.

په ایران کې د مخدره توکو یو شمېر قاچاق وړونکو ته د اعدام سزا ورکړل شوې چې افغانان هم پکې ول.