برتانیا کې اوس هم ښځې رای ورکولو کې ستونزې لري

مېحالا اوسبورن هغه مېرمن ده چې بدچلند یې تجربه کړی او اوس کمپاین کوي چې ښځې وکړي شي ثبتولو کې د ډېرو جزییاتو له ورکولو معافې شي.
Image caption مېحالا اوسبورن هغه مېرمن ده چې بدچلند یې تجربه کړی او اوس کمپاین کوي چې ښځې وکړي شي ثبتولو کې د ډېرو جزییاتو له ورکولو معافې شي.

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې په برېتانیا کې ښځو ته په عامو ټاکنو کې د رایې اچولو حق ورکړل شو. د دې حق ترلاسه کولو لپاره د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو، چې لویه برخه یې پخپله مېرمنې وې، د "سفرېګېټ" په نامه اوږد او له ننګونو ډک کمپاین وچلاوه.

د همدې خوځښت یا کمپاین پایله وه چې په ۱۹۱۸میلادی کال کې په برتانیا کې مېرمنو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ.

خو ۱۰۰ کاله وروسته، او له دې لویې لاسته راوړنې او اوږده مزل سره سره، په برتانیا کې یو شمېر ښځو آن اوس هم په عامو ټاکنو کې برخه اخیستل او خپله رایه کارول یوه ستونزمنه چاره ده.

لاملونه یې بېلابېل دي. حکومت د دوی د ستونزو د هوارولو لپاره ځیني مېکانیزمونه هم پیل کړي، خو هر چا ته یې ګټه نه ده ور رسېدلې.

رخسانه خانم د همدې ښځو له ډلې یوه ښه بېلګه ده. نوموړې حقوق لوستي. د سترګو لید یې نیمګړی دی. په برتانیا کې د هغو کسانو لپاره چې په بشپړه توګه ړانده وي یا یې د سترګو لید نیمګړی وي، په ټاکنو کې برخه اخیستل او په سمه توګه او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکول له جنجاله ډکه چاره ده.

د انځور حقوق Ruksana Khanum
Image caption رخسانه وایي، د رایې ورکولو پر پاڼه د نوماندانو لېست او نومونه سم نشي لوستلی. له همدې کبله اړه ده چې له یو بل چا مرسته وغواړي.

رخسانه وایي، د رایې ورکولو پر پاڼه د نوماندانو لېست او نومونه سم نشي لوستلی. له همدې کبله اړه ده چې له یو بل چا مرسته وغواړي.

هغه وایي، ډېر کله نه پوهېږي چې رایه یې چا ته ورغله، او باید پر هغه چا باور وکړي چې مرسته یې ورسره کړې.

رخسانه زیاتوي چې په ۲۱مه پېړۍ کې چې تکنالوژۍ دومره پرمختګ هم کړی، د نابینا کسانو لپاره د رایې اچونې چاره باید دومره پېچلې او ستونزمنه نه وي.

تر رایې اچونې دمخه د رایې کارولو لپاره ځان راجستر کول هم د ځینو ښځو لپاره یوه بله ستونزه ده.

حکومت د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې ډېر وخت ادعا کوي چې د ځان راجستر کولو چاره خورا اسانه او لنډه ده.

خو د هر چا لپاره ښایي دا خبره رښتیا نه وي، په خاصه توګه هغه مېرمنې چې دایمي پته یا ادرس نه لري.

په دوی کې یو شمېر هغه مېرمنې دي چې په امن کورونو کې اوسي، یا د بې وزله او بې خپلوانو وګړو لپاره په حکومتي استوګن ځایونو کې مېشتې دي.

د رایه ورکوونکي په توګه د ځان راجستر کولو پر وخت، هر وګړی اړ دی چې خپل دایمي آدرس هم د رایو په مرکز کې ثبت کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر رایې اچونې دمخه د رایې کارولو لپاره ځان راجستر کول هم د ځینو ښځو لپاره یوه بله ستونزه ده.

ځیني ښځې له دې کبله ځانونه نشي راجستر کولی چې دایمي آدرس نه لري.

ځیني نورې یې که ادرس لري هم، خو نه غواړي چې پته یې چا ته مالومه وي.

په دوی کې داسې مېرمنې هم شته چې پخوا د کورني تاوتریخوالي له کبله اړې شوي چې له خپلو کورنیو بېلې شي او پته هم بدله کړي.

دا ښځې وایي، له دې وېرې خپله نوې پته چا ته نه شي ښودلی چې د کورنۍ غړي به یې درک مالوم کړي.

همدا وېره د دې لامل کېږي چې دوی ځانونه نه راجستر کوي او د رایې له حقه بې برخې کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب