کورنیو چارو وزارت: د کانټیننټل هوټل امنیت ساتلو کې غفلت شوی

پر دغه هوټل د طالبانو له وروستي بریده ۲۱ ورځې وړاندې د هوټل امنیتي چارې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پر دغه هوټل د طالبانو له وروستي بریده ۲۱ ورځې وړاندې د هوټل امنیتي چارې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې

پر انټرکانټننټل هوټل د طالبانو له برید وروسته، چې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون پکې ۲۲ کسان ووژل شول، د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل بلخ په نوم د یوه خصوصي امنیتي شرکت په اړه خپلې څېړنې پیل کړې، چې د دغه هوټل د امنیت ساتلو مسوولیت یې درلود.

اوس د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دوی څېړنې ښيي چې دغه امنیتي شرکت په خپل کار کې غفلت کړی دی، خو دا چې له دغه امنیتي شرکت سره به څه ډول چلند وشي، د کورنیو چارو وزارت یې په اړه جزیات نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کابل بلخ امنیتي شرکت برخلیک په اړه پرېکړه د پلټنو په وروستیو پایلو پورې تړلې ده، چې وايي ډېر ژر به اعلان شي:

''دغه څېړنه لا هم نه ده نهايي شوې، چې نهايي شي، د دغې امنیتي کمپنۍ د برخلیک په اړه به جدي پرېکړه کېږي. پلټنو کې هم ویل شوي دي، چې وظیفوي غفلت او په د نده کې تعلل هم شوی دی، د افغانستان نافذه قوانینو له مخې به دوی سره چلند کېږي. ''

انټر کانټننټل د کابل یو مهم هوټل دی، چې ډېری مېلمانه یې بهرنیان، دولتي کارکوونکي او یا د نړیوالو موسسو کارکونکي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

تمه کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د خپلو څېړنو پایلې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې اعلان کړي

پر دغه هوټل د طالبانو له وروستي بریده ۲۱ ورځې وړاندې د هوټل امنیتي چارې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې، چې د برید د څرنګوالي په تړاو یې ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.

تمه کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د خپلو څېړنو پایلې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې اعلان کړي، خو تر اوسه د دغه شرکت د فعالیت بندولو یا دوام په اړه معلومات نه شته.