افغان چارواکي وايي، اسلام اباد اوس طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان حکومتی پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرتابه اسلام اباد ته تللی.
د افغانستان یو حکومتي پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی. په ورته وخت کې افغان حکومتي چارواکو ویلي، اسلام اباد اوس طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
کابل هیله من دی چې دا ځل د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ او د اړیکو ښه کېدو نښې لیدل کېږي.
د افغانستان حکومتی پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی.
ویل کېږي پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د اړیکو پر ښه والي او له هغو طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړي، چې د افغان چارواکو په وینا په پاکستان کې مېشت دي.
دغه پلاوی کابل ته د پاکستاني حکومتي پلاوي له سفره یوه اوونۍ وروسته اسلام اباد ته تللی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي وايي، له پاکستاني چارواکو سره وروستیو ناستو کې د اورپکو ډلو په تړاو خبرو کې ځینې پرمختګونه شوي دي، چې د ده په وینا د پاکستان په خاوره کې دي.
د ښاغلي احمدي په وینا اسلام اباد اوس دې پایلې ته رسېدلی، چې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژني:
''د دې سفر توپير په دې کې دی چې موږ په کابل کې په یوه ورځنۍ ناسته کې ځینې پرمختګونه لرل، وړاندې تردې داسې نه و، دا لومړی ځل و چې پاکستان طالبان یوه ترهګره ډله بلله او د سیمې نورو ترهګرو ډلو په کتار کې یې راوسته او لږ ترلږه په دغه ناسته کې یې طالبان په ښو او بدو نه وېشل. موږ هیله من یو چې دا چلند دوام ومومي او دواړه لوري یوه تفاهم ته ورسېږو. ''
کابل کې د طالبانو له لوري د تېرې میاشتې له خونړیو بریدونو ورسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه وغوښتل چې خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي.
ولسمشر غني ویلي و، د طالبانو یو شمېر کسانو لیست یې پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی.
اسلام اباد پر پاکستانۍ خاوره د طالبانو او نورو اورپکو ډلو د پټنځایونو شتوالی تل رد کړی دی، خو د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک اسلام اباد ته له سفر وروسته وویل، چې پاکستاني چارواکو منلې چې طالبان یې له خاورې د افغان حکومت پر ضد ګټه پورته کوي او له کابل سره یې د جدي همکارۍ ژمنه کړې ده.

د عکس سرچینه، FOREIGNOFFICEPK
د روانې میاشتې لومړیو کې پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی و
د امریکا متحدو ایالتونو هم د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې پر اسلام اباد فشارونه ډېر کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د توند لارو ډلو له شتوالي پاک شي.
د تازه رپوټونو له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د حقاني شبکې دوه قومندانان او د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال په وزیرستان کې په نښه کړي دي.
امریکا له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان په خاوره کې پر اورپکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.