عبدالرب رسول سیاف سعودي عربستان ته تللی

عبدالرب رسول سیاف د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي عربستان ته د دغه افغان جهادي مشر د سفر موخه د توندلارو ډلو پر وړاندې د یوې اسلامي اجماع رامنځ ته کول بلل شوې.

جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی دی. ښاغلي سیاف ته نژدې کسان وايي، چې ټاکل شوې هغه به د عربستان له لوړپوړه چارواکو او د دغه هېواد له عالمانو سره وګوري او په دې به خبرې وکړي چې څنګه د توندلارۍ فکر کمزوری کولای شي.

سعودي عربستان ته د دغه افغان جهادي مشر د سفر موخه د توندلارو ډلو پر وړاندې د یوې اسلامي اجماع رامنځ ته کول بلل شوې.

عبدالرب رسول سیاف د وسله والو طالبانو پر ضد د خبرو له کبله د هغوی پر یوه مخالف لوري بدل شوی دی.

سیاف: طالبان باید د ملاعمر له مرګ نه پند واخلي

"د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي چوکاټه وتلی"

کابل له ریاضه د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو کې همکاري غوښتې

د ښاغلي سیاف یوه ویاند فهیم کوهدامني بي بي سي ته وویل چې د دغه سفر یو هدف سولې ته لاره هوارول دي.

د ښاغلي کوهدامني په وینا که د عربستان یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو په لیکو کې له ځینو کسانو سره شخصي اړيکې لري نو له هغوی دې وغواړي چې د سولې د راوستلو په برخه کې همکاري وکړي:

''سعودي عربستان هم په وروستيو دوو-درېیو کلونو کې کله ناکله د ترهګرو لخوا له ناامنۍ سره مخ شوی دی. ښايي له عالمانو او لوړپوړه حکومتي چارواکو سره د ترهګرو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د توندلارۍ فکر د کمزوري کولو مساله هم مطرح شي. ځکه چې اوس یوازې د طالب مساله نه ده، بلکې اوسمهال منځنی ختيځ د داعش له ګواښ سره مخ دی او بله دا چې که چېرې د سعودي ځینې اوسېدونکي له طالبانو سره پټې اړيکې ولري، د سولې په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي. ''

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption عبدالرب رسول سیاف د افغانستان د یوه جهادي مشر په توګه پېژندل کېږي چې د جهاد په کلونو کې يې له سعودي عربستان سره نژدې اړيکې درلودې.

ویل کېږي د سعودي عربستان یو شمېر شتمنو او د نفوذ څښتنانو کسانو له طالبانو سره اړيکې درلودلي او تمه ده ښاغلی سیاف به د خپل دغه سفر په ترڅ کې له هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړي.

عبدالرب رسول سیاف د افغانستان د یوه جهادي مشر په توګه پېژندل کېږي چې د جهاد په کلونو کې يې له سعودي عربستان سره نژدې اړيکې درلودې.

سعودي هم د افغانستان په یو لړ مسایلو کې اغېزناک هېواد بلل کېږي چې د طالبانو له سقوطه وروسته يې ونډه کمه شوه خو داسې ښکاري چې افغانستان غواړي دغه هېواد په ځينو قضيو کې ورګډ کړي.