"د کابل ښوونځیو نیمايي زدکوونکي له تاوتریخوالي سره مخ شوي"

د انځور حقوق .

افغانستان کې د یوه څېړنیز مرکز موندنې ښيي چې کابل کې له یو ډېر ځلې ښوونکو د ښوونځیو نیمايي زدکوونکي وهلي ټکولي دي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، د کابل ښار د ښوونځیو له دریو یو زدکوونکی له کوم دلیل پرته د ښوونکو له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.

د پېک په نوم د څېړنیزې خبریالۍ مرکز له ۶۰۰ زدکوونکو(نجونې او هلکان) سره د مخ په مخ مرکو له لارې په ۴۰ ښوونځیو کې - له عقرب تر جدي- د تاوتریخوالي کچه مطالعه کړې ده.

د دې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، له تاوتریخوالي سره مخ لسو کې یواځې یوه زدکوونکي د ښوونځي ادارې او کورنۍ ته شکایت کړی دی.

خو پر دغه یوه شکایت هم غور نه دی شوی.

له ناکامېدلو او بیا تاوتریخوالي سره د مخ کېدلو وېره د زدکوونکو له خوا د شکایت نه کولو اصلي لامل بلل کېږي.

په نظرپوښتنه کې زیاته شوې چې له زدکوونکو سره تاوتریخوالی ۲۱ سلنه د دوی د ژوبلېدلو، ۱۶ سلنه د ښوونځي د پرېښودلو او ۱۴ سلنه هم د رواني ستونزو سبب شوی دی.

افغان ښوونځیو کې د ښوونکو له خوا د زدکوونکو وهل ټکول، ګواښل او ور سره تاوتریخوالی له پخوا دود دی او لا هم د دغه هېواد په ډېری ښوونځیو کې روان دی.

داسې ښکاري چې د ښوونیز نظام د وضعیت د ښه والي لپاره د افغان حکومت هڅې په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ډېر اغېز نه لري.

د ښوونې روزنې افغان چارواکي وايي، ښوونیزو ادارو کې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د حکومت او کورنیو ترمنځ همغږي او همکاري پکار ده.

اړونده مطالب