هلمند کې د افغان پوځیانو وژنه، ولې دغه ډول بریدونه پېښېږي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند کې د افغان پوځیانو وژنه، ولې دغه ډول بریدونه پېښېږي؟

تر لسو ډېر پوځیان په هلمند کې د ګډو ځواکونو په یوه پوسته کې دننه خپلو بریدګرو وژلي دي. طالبان وایي بریدګر درې کسه وو او له دوی سره یې تړاو درلود.

له ټولو تدبیرونو سره سره چې عسکرۍ ته د تلونکو د چاڼ په برخه کې نیول شوي او آن د ضمانتو د اخیستلو خبر هم ورکړ شوی و، ولې دغه ډول بریدونه بیا هم پېښېږي، ستونزه چېرې ده؟

داود جنبش د افغانستان د اردو پخواني افسر او پوځي شنونکي نېک محمد کابلی سره مرکه پرې کړې.