"شپږ میلیون افغان ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي"

ر
Image caption چارواکي وايي، ځینې امنيتي مسایل شته چې ښايي ۶۰ زره ماشومان په دغه پړاو کې هم د پولیو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، پر دوشنبه به شپږ میلیونو ماشومانو ته په دې هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، چې په ۲۱ سویلي، سويل ختيځ او ختيځ ولایتونو ولسوالیو کې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د ۲۰۱۸ کال د پولیو واکسين په دې دویم پړاو کې به یوازې د هغو سيمو ماشومانو ته د پولیو واکسين ورکړل شي چې د دغه وېروس د خپرېدا له خطر سره مخامخ دي.

دا په افغانستان کې په روان ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د پولیو واکسين دویم پړاو دی چې تر لومړي پړاوه شاوخوا دوه اوونۍ وروسته پلی کېږي.

د عامې روغتیا په وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي برخې چارواکی میرجان راسخ وايي، په دې پړاو کې به تر شپږ میلیون ډېرو هغو ماشومانو ته له ګوزڼ ناروغۍ د خونديتوب واکسين ورکړل شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی.

Image caption د پولیو واکسین چاره د دوشنبې پر ورځ پیلېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې موخه يې په ژمي کې د دویم ځل لپاره د پولیو واکسين کمپاین پېل کړی چې په ساړه موسم کې د پولیو ويروس د خپرېدو کچه کمه وي او په ښه توګه يې د لېږدېدو مخه نيول کېدای شي.

دوی همدا راز وايي، په سویل او سويل ختيځ سیمو کې دا ویروس تر ډېره له منځه تللی، خو په دغو سيمو کې پاکستان ته تګ راتګ لا هم د پولیو وېروس د خپرېدو یو لامل دی.

بله خوا د ښاغلي راسخ په وینا، ځینې امنيتي مسایل شته چې ښايي ۶۰ زره ماشومان په دغه پړاو کې هم د پولیو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شي. خو دی وايي، د سيمه ييزو خلکو او سپين ږيرو په منځګړيتوب او همکارۍ هڅه کوي دا شمېره راټيټه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي چې يوه يې په ننګرهار او دوه په کندهار کې وې.

دغه وزارت غواړي سږکال دې ته ورته نهه نور کمپاینونه هم ترسره کړي.

د پاکستان او نایجېریا په ګډون افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.