"افغانستان کې تېرکال ۱۰ زره ولسي وګړي مړه او ټپیان شوي"

کنفرانس د انځور حقوق .
Image caption د پنجشنبې په ورځ د یونما خپاره شوي رپوټ کې ولسي مرګژوبله تر ډېره له ځانمرګو بریدونو او د چاودېدونکو توکو له چاودلو سره غوټه شوې او ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یونما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په نوي رپوټ کې وايي، ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۱۰ زره ولسي وګړي د تاوتریخوالي له امله مړه او ټپیان شوي دي.

رپوټ کې د وړم کال پرتله ۲۰۱۷ کې د ولسي مرګژوبلې نهه سلنې کمېدو خبر ورکړل شوی.

د پنجشنبې په ورځ د یونما خپاره شوي رپوټ کې ولسي مرګژوبله تر ډېره له ځانمرګو بریدونو او د چاودېدونکو توکو له چاودلو سره غوټه شوې او ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) مشر تادامیچي یاماموتو وویل، دغه اداره په روان کال کې د ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدو په اړه اندېښمنه ده.

د ملګرو ملتونو دفتر په نویو خپرو شویو شمېرو کې ښيي، چې ټولټال یې ۱۰۴۵۳ ملکیان په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې مستند کړي. په دوی کې ۳۴۳۸ کسان له تاوتریخوالي سره تړلو پېښو کې وژل شوي او ۷۰۱۵ ټپیان شوي.

یونما: ۲۰۱۴ کې ولسي مرګ ژوبله ۲۲٪ ډېره وه

یونما: د ۲۰۱۵ لومړۍ نیمايي کې ولسي مرګ ژوبله ٪۱ ډېره شوې

یونما: د افغان ماشومانو مرګ ژوبله ۲۱٪ ډېره شوې

یونما: افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله 'کمه' شوې

د انځور حقوق یونما
د انځور حقوق يونما

د یونما دفتر د بشري حقونو مشره دانیال بیل کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"که څه هم موږ د ماشومانو د مرګژوبلې درې زره او دوه سوه پېښې ثبت کړې، خو بیا هم د ماشومانو تلفات لس سلنه کم شوي. دا تلفات تر ډېره د ځمکنیو جګړو، د جګړې له ناچاودو توکو او د سړک غاړې ماینونو له کبله دي. دا رپوټ د ماشومانو اړوندو دوو مسلو په اړه اندېښنه ښيي: یوه د ماشومانو ګومارل او بله د جګړې اړوند جنسي تاوتریخوالی. په دې تړاو رپوټ کې د جزا قانون یا نوي کوډ کې بچه بازي جرم پېژندل او همدارنګه د ماشومانو د ګومارنې او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د نویو احکامو هرکلی شوی."

د ملګروملتونو د دفتر د تېر ۲۰۱۶ کال د ملکي تلفاتو پرتله، د دوی په وینا سږ ۹ سلنه کموالی راغلی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي یاماموتو د ولسي وګړو ته پر اوښتي زیان خپله اندېښنه څرګنده کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه ویلي، سره له دې چې دا رپوټ د اعتبار وړ معلومات برابروي "خو یوازې شمېرې نشي کولی پر عامو خلکو په ځانګړي توګه پر ښځو او ماشومانو یې ناوړه بشري اغیز راونغاړي."

ښاغلي یاماموتو د ولسي وګړو ته پر اوښتي زیان خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي "زه په ځانګړي توګه په ملکي استوګن سیمو کې له توپیر پرته او غیر قانوني توګه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو، لکه ځانمرګو بمونو او له فشار سره چاودېدونکو وسیلو د کارولو دوام حیران کړی یم."

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، که څه هم د ۲۰۱۶ کال پر تله ۱۹ سلنه ښکته و، خو په ۲۰۱۷ کال کې د ملکي مرګ ژوبلو دوهم لوی لامل د حکومت او مخالفینو ترمنځ ځمکنۍ نښتې وې.

رپوټ وايي، تېرکال په دوه په درې کې ملکي تلفات چې ۶۵سلنه کېږي د حکومت مخالفینو اړولي دي، چې ۴۲ سلنه طالبانو، ۱۰ سلنه داعش د اسلامي دولت د خراسان ولایت او ۱۳ سلنه حکومت ضد نا مشخصو ډلو ټپلو ترسره کړي دي.

Image caption ملګري ملتونه وايي، اوس هم ښځو او ماشومانو ته د پخوا په شان درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.

تېر کال د ملګرو ملتونو د رپوټ له خپرېدو وروسته، طالبانو غبرګون وښود او د دوی له خوا د وژل شویو او ټپیانو شویو ملکیانو شمېر یې ناسم او لوړ وباله.

رپوټ لیکي د ملکي تلفاتو یو پر پنځمه د حکومت پلوه ځواکونو له خوا اوښتي، چې ۲۲ سلنه یې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا، یو سلنه د نړیوالو پوځي ځواکونو له خوا، یو سلنه د حکومت پلوه وسله والو ډلو او یو سلنه د نامشخصو حکومت پلوه ځواکونو له خوا اوښتې ده. رپوټ لیکي، د حکومت پلوه ځواکونو او نا مشخصو حکومت مخالف عناصرو ترمنځ ډزې د ۲۲ سلنه ملکي تلفاتو لامل ګرځېدلی.

رپوټ کاږي، د نړیوالو پوځي ځواکونو او افغان هوایي ځواک له لوري د هوایي بریدونو شمېر د پام وړ زیات شوي او د تېر کال پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله اووه سلنه لوړ شوي دی. هوایي عملیات په ۱۰۱۷ کال کې د ټولو ملکي تلفاتو شپږ سلنه جوړوي.

د انځور حقوق یونما

ملګري ملتونه وايي، اوس هم ښځو او ماشومانو ته د پخوا په شان درنه مرګ ژوبله اووښتې ده. د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې ۳۵۹ ښځې وژلې شوي چې د تېر پرتله پنځه سلنه لوړ والی ښيي او ۸۶۵ ټپیانې شوي دي. بل لور ته ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان شوي، د ۲۰۱۶ کال پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.

په رپوټ کې د ۲۰۱۷ کال تر ټولو وینلړلی برید د مۍ ۳۱ بلل شوی چې د جرمني سفارت ته څېرمه لارۍ بم ځانمرګی برید و او په سلګونو کسان پکې مړه او ژوبل شول.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر زید رعد الحسین اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي" د افغانستان خلک د هرکال په تېرېدو په نا امنۍ او ډار کې ژوند ته دوام ورکوي".

ښاغلي رعدالحسین ویلي "د نړیوالو بشر دوستانه او بشري قوانینو له مخې دغه شان بریدونه منع دي او ښایي په ډېرو مواردو کې جنګي جرمونه وشمېرل شي، عاملین یې حتماً باید مشخص او عدلي تعقیب شي".

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګرو ملتونو له ټولو اندېښنو سره سره د افغان حکومت د هغو اقداماتو هرکلی کړی چې موخه یې له ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

د ولسي وګړو مرګ ژوبله له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۶ کال په تدریجي ډول مخ په ډېرېدو ده. نه یوازې دا چې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د حکومت او مخالفینو ترمنځ دوامداره جګړې روانې دي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې د کابل په شان لوی ښارونه هم د لویو وینلړلو بریدونو شاهدان دي.

ملګرو ملتونو له ټولو اندېښنو سره سره د افغان حکومت د هغو اقداماتو هرکلی کړی چې موخه یې له ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

ورته مطالب