جګړو ته د افغان ماشومانو پر جذبېدو د یوناما اندېښنه

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

ملګري ملتونه وايي ماینونه هم په جګړو کې ماشومانو ته د زیان اوښتو یو لامل دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر "يوناما" د وسله والو ډلو په ليکو کې د کوچنيانو په شتون اندېښنه ښودلې.

که څه هم د يوناما د بشري حقونو څانګې د تېر کال پر تله په جګړو کې د کوچنيانو د مرګژوبلې په سلو کې د ۱۰ سلنې لږېدو خبره کړې، خو د جګړو لیکو ته د کم عمره کسانو جذبېدل او هلته د هغوی جنسي ځورېدنه یې د اندېښنې وړ بللي او د دې چارې پر مخنیوي یې ټينګار کړی.

ويل کېږي په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر کورنيو د دې لپاره چې کوچنيان یې وسله والو ډلو ته جذب نه شي، خپلې مېنې او سيمې پرېښې دي.

وسله والو طالبانو دې رپوټ ته غبرګون نه دي ښوولی، خو تېر کې یې داسې رپوټونه رد کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د بشري حقونو ادارې د ملکي مرګژوبلې په رپوټ کې د کوچنيانو په اړه درې خبرې کړې، مرګ ژوبله يې، د کوچنيانو استخدام او پر وړاندې یې جنسي تاوتريخوالی ياد کړي.

په افغانستان کې د يوناما د بشري حقونو ادارې مشره دانيال بيل وايي، په جګړو کې د افغان کوچنيانو راتلونکي ته اندېښنې يوازې د دوی مرګ ژوبله نه ده، بلکې زياتوي دوی د هغه کوچنيانو راتلونکي ته اندېښمن دي چې د جګړو ليکو ته زړه ښه کوي.

هغې زياته کړه:

''که څه هم موږ د ماشومانو د مرګژوبلې ۳۲۰۰ پېښې ثبت کړې، خو بيا هم د ماشومانو مرګژوبله ۱۰ سلنه کمه شوې. دا رپوټ د ماشومانو په اړوند دوې اندېښنې ښيي، يو په جګړو کې د ماشومانو ګومارنه او بله هم د جګړې اړوند د ماشومانو جنسي ځورونه. ''

د حکومت مخالفو وسله والو ډلو ليکو ته جذبېدو چې ډېره برخه یې د حکومت له کنټرول وتلي سيمو کې کېږي، يو شمېر افغان کورنیو ته لوی سرخوږی جوړ کړی.

دا کورنۍ د دې لپاره چې کوچنيان یې وسله والو لیکو ته لاړ نه شي او ټوپک په اوږه نه کړي، سيمې پرېښودو ته اړې شوي. په کندز کې د اميرمحمد کورنۍ هم له همدې وېرې خپله سيمه پرې ایښې.

''په کلي کې اوسېدم، زامنو مې په جومات کې زده کړه کوله، پوه شوم چې زامن مې وسله وال بې لاري کوي، ووېرېدم او د دې لپاره چې ستونزو سره مخ نه شوو، کلی مې پرېښود. ''

مجيب د افغانستان په ختيځ کې د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی، چې ورور يې د دريو میاشتو لپاره د وسله والو ليکو ته جذب شوی و، دا چې په ده او کورنۍ یې څه تېر شوي، وويل:

''زما کورنۍ ډېره غمجنه وه، هغه یې له مکتب ځان سره بيولی و، درې مياشتې د هغوی سره و. ډېر پسې وګرځېدو، په خواري مو مينده او کور ته راوست، اوس موږ خوښ يو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

یوناما وايي ''که څه هم موږ د ماشومانو د مرګژوبلې ۳۲۰۰ پېښې ثبت کړې، خو بيا هم د ماشومانو مرګژوبله ۱۰ سلنه کمه شوې.''

جګړو ته د کوچنيانو د جذبېدلو احتمال يوازې د حکومت مخالفو ډلو پورې نه اړوندېږي، له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د سيمه ييزو پوليسو په لیکو کې هم د جګړې لپاره کوچنيان جذب شوي.