ملګري ملتونه: افغانستان کې ۷۰۰ زره کسان بې ځایه شوي
ملګري ملتونه: افغانستان کې ۷۰۰ زره کسان بې ځایه شوي
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې همدا اوس په افغانستان کې، تر نیم میلیون ډېر خلک په کور دننه بې ځایه دي. ډېری بې ځایه شوي وايي هېچا یې لاس نه دی نیولی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره OCHA وايي، همدا اوس په افغانستان کې دننه، اووه سوه زره له خپلو سیمو بې ځایه دي.
لوی لامل یې دا دی چې په خپلو سیمو کې یې جګړې او نښتې دي. په کور دننه بې ځایه شوي له ډېرو سختو کړاونو سره مخامخ دي.
دوی شکایت کوي چې ټولو خپلو مټو ته پرې ایښي دي او هېڅوک مرسته نه ورسره کوي.
هارون شفیقي نور حال لري.